مهم خبرونه

جنوبي وزيرستان: په ډزو دوژل شوي تن په جنازه کې دمنظور پشتين ګډون

دجنوبي وزيرستان خلکو تور پورې کړى چې امنيتي ځواکونو په ډزو دلنواز نومې تن وژلى د چا جنازه چې په بروند سيمه کې دهغوي په سيمه ييزه هديره کې ادا کړى شوې ده.
ددغه تن دجنازې په لمونځ کې دپښتون تحفظ موومنټ مشر منظور پشتين، سياسي او ټولنيزو مشرانو عالمزيب محسود ، د سب ډويژن سرويکۍ نوي منتخب میئر شاه فيصل غازي، سياسي او ټولنيز مشر مولانا عبدالله محسود، ټولنيزکارکن جمال ماليار، ديني مشرانو او دسيمې خلکو په ګڼ شمير کښې ګډون وکړو.
دجنازې وروستو سيمه ييزو خلکو د دلنواز مړى تر دوو ګينټواحتجاجاً دسرويکۍ بريګيډ مخې ته ايښودى، دوي په پېښه کې د ککړو کسانو په ضد شعارونه ورکړل.
د دلنواز ورور بهټو له وينا ده دلنواز امنيتي ځواکونو 28 ورځې وړاندې دتحصيل سرويکۍ علاقې بروند نه پورته کړى و د چا مړى چې تيره ورځ د ډيره اسماعيل خان پهاړپور نهر څخه ترلاسه شويدې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button