پاکستانقبائلمهم خبرونه

جنوبي وزيرستان: وسله والو پوليس عسکر وژلى،چاودنه کې دوه ماشومان ژوبل

جنوبي وزيرستان: وسله والو پوليس عسکر وژلى،چاودنه کې دوه ماشومان ژوبل

 نورعلي وزير،آتش محسود

دافغانستان پولې ته نزدې دخېبرپښتونخوا په قبايلي سيمه جنوبي  وزيرستان کې  دډزو په يوه پېښه کې يو پوليس عسکر وژل شوى او  دبارودي سرنګ په چاودنه کې دوه کم عمره ماشومان ژوبل شويدي.

 دسرچينو له مخې  دجنوبي وزيرستان صدر مقام وانا بازار کې تير ماښام نامعلومو وسله والو په ډزو  يو پوليس عسکر اسلم  جاويد هاغه مهال وژلى کله چې هغه  په وانا بازار کې روان و، دوژلى شوي پوليس عسکر تعلق  زيړي نور وزير قبيلې دخوجيل خيل سره ښودل کيږي.

دعيني شاهدانو له مخې دپوليس عسکرو په ډزو سره له وژلو وروستو بريدکوونکي په تېښته کې بريالي شويدي.

 وروستو په سيمه کې پوليسو دلټونې عمليات پيل کړي خو تر دې مهاله يې په دې اړه څوک نه دي نيولي.

 دوژل شوي پوليس عسکر دجنازې نمونح سکاوټس فورس کيمپ  دضلعي انتظاميې په ميدان کې ادا کړى شوى  چې پکليس پوليسو، دضلعي انتظاميې  او ايف سي چارواکو او عام ولس په ګڼ شمير کې ګډون وکړو.

 وژل شوى پوليس عسکر نن په سرکاري اعزاز سره خاورو ته سپارل شويدى.

 دپوليس عسکر له وژل کيدو وروستو په سيمه کې ويره ترهه نوره هم سيوا شوې ده او په خلکو کې تشويش پيدا شويدى دکوم وروستو چې  په سيمه کې امنيتي تدابير سخت کړى شويدي.

 دپوليس عسکر دوژنې ذمه واري تر دې مهاله چا نه ده منلې خو له دې وړاندې  ددغه رقم پېښو ذمه واري  ناچله تحريک طالبان پاکستان( ټي ټي پي) ډلې منلې ده.

 بله پېښه  دتحصيل سرويکۍ  څخه لرې پرته سيمه تنګړۍ کې مخې ته راغلې ده چرته چې دبارودي سرنګ په يوه چاودنه کې دوه کم عمره ماشومان ژوبل شويدي،  په ژوبل شوو ماشومانو کې نهه کلن کريم الله او شپږ کلن نورالله شامل دي.

 دسرچينو وينا ده په دغو دواړو ماشومانو دبارودي سرنګ چاودنه هاغه مهال وشوه کله چې هغوي په سيمه کې چيلۍ څرولې،  دناڅاپي چاودنې له امله  دکريم الله نومې ماشوم ښي لاس او ګڅه سترګه متاثره شوې ده او دنورالله دواړه پښې ژوبل شويدي.

 دسيمه ييزو خلکو وينا ده چې دچاودنې وروستو دواړه ژوبل شوي  ماشومان  دعلاج لپاره  آسمان منزه سيکورټي فورسز کيمپ ته وړل شويدي.

 په ډاګه دې وي چې  په سيمه کې له دې وړاندې هم  مشران او زنانه دبارودي سرنګونو دچاودنو ښکار شويدي او دسيمې خلکو له دې وړاندې دحکومت څخه غوښتنه کړې ده چې دبارودي سرنګونو دپاکولو لپاره دې اقدامات وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button