افغانستانمهم خبرونه

کندوز ښار او تخار کې بمي چاودنې، 7 کسان ژوبل

کندوز ښار او تخار کې بمي چاودنې، 7 کسان ژوبل

  دافغانستان په کندوز ښار او تخار ولايت کې  د بمي چاودنو له امله ددوو طالبانو په ګډون اووه کسان ژوبل شويدي

 عيني شاهدان وايي، چاودنه د کندز ښار په رستاق اباد ښار کې يوه ښوونځي ته څېرمه په يوه دوکان کې د لاسي بم له امله شوې ده.

د عيني شاهدانو له مخې  چې په دې پېښه کې پنځه تنه ټپيان شوي دي.

 ځايي چارواکو چاودنه تاييد کړې خو د مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي

بل اړخ ته په تخار کې د استخباراتو په دروازه کې د لاسي بم په چاودنه کې د امارت 2 تنه عسکر ژوبل شويدي.

 په ډاګه دې وي چې  له دې څو ورځې وړاندې په کندوز کې په يو جومات کې دبمي چاودنې له امله ٣٣ کسان وژل شوي وؤ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button