پاکستانتعلیممهم خبرونهنړۍ

30 کلنه اعلي تعليم يافته شاري بلوچ په چينايي وګړو ولې ځانمرګي بريد کولو ته وهڅيده

30 کلنه اعلي تعليم يافته شاري بلوچ په چينايي وګړو ولې ځانمرګي بريد کولو ته وهڅيده

 تيره ورځ  په کراچۍ پوهنتون کې ترسره شوي ځانمرګي بريد يواځې له امله دخلکو پام ځان ته نه دى راوړلى چې په دغه بريد کې چينايي وګړي په نښه کړى شول بلکې   اکثريتي خلک ددغه بريد دې  اړخ حيران کړي چې دبلوڅ بيلتون خوښو يوه اعلي تعليم يافته زنانه  دخپل ژوند په قربانولو هم دچيني وګړو  ژوند اخستو ته چمتو شوه.

دشاري بلوچ او يا بارامش په نوم  دبلوڅ بيلتون خوښو دغه ځانمرګي بريد ترسره کوونکې زنانه  دکراچۍ په پوهنتون کې  دچينايي وګړو په ګاډي دځانمرګي بريد ترسره کولو څخه  څو ساعته دمخه  پخپل ټويټر هينډل  درخصتۍ  يو پيغام پريښى و خو چاته هم نه وه معلومه چې دهغې درخصتۍ ددغه  پيغام څه مطلب و او هغې دڅه رقم رخصتۍ يادونه کړې وه.

 وروستو چې کله غرمه مهال   دکراچۍ پوهنتون کې په چينايي وګړو ځانمرګي بريد وشو نو معلومه شوه چې دشاري بلوڅدددغه پيغام څه مطلب ؤ؟

دکيا بلوچ په نوم يو خبريال  ددغه ځانمرګي زنانه په اړه ځينې معلومات پخپل ټويټر هينډل شريک کړي چې ترمخه يې دهغې  کورنۍ تردې مهاله څه نه دي ويلي خو دهغې  خاوند چې دغاښونو يو ډاکټر  او په مکران ميډيکل کالج کې يو ډيمنسټريټر دى، دخپلې کورودانې  دپريکړې ستاينه کړې او ويلي يې دي  زه نن له وياړه په خندا يم

کيا بلوچ ويلي  دشاري بلوچ يو ورور تحصيلدار دى چې دګريډ١٦م افسر دى، بل ورور يې  په ډسټرکټ کورټ کې کار کوي، يو تره يې يو ريټايرډ پروفيسر ، ليکونکى او ادبي شخصيت دى، دوه  دترونو زامن يې ډاکټران دي.

دشاري دوه بچي دي پکې يې لور ماهروش او ځوې مير حسسن شامل دي چې ددواړو عمرونه خواوشا پينځه کاله دي.

 دهغې کورنۍ  اعلي تعليم يافته ده او خلک يې هم پرامنه دي،

 هغه ليکلي چې دهغې  درې وروڼه او څلور خويندې وې  او پلار يې په تربت پوهنتون کې درجسټرار په توګه خدمات ترسره کړي وؤ.

 هغه ليکلي چې شاري بلوچ هغه دابتدايي نه بلکې دثانوي او يا هايي سکول يوه استاذه وه، هغه دخپل سکول څخه دتيروشپږو مياشتو راهسې  غيرحاضره وه , ضلعي تعليمي افسر  هغې ته  شوکاز نوټس هم ليږلى و خو هغې يې جواب نه و ورکړى.

 هغه ليکلي بي ايل اى وايي چې شاري  په مجيد بريګيډ کې  دوه کاله دمخه  دځان قرباني کولو په مشن کې په رضاکارانه توګه ګډون کړى و، دبريګيډ دطريقه کار له مخې هغې ته پخپله پريکړه  دنظرثانۍ وخت ورکړى شوى و.

 هغې دکورنۍ يو غړى هم دجبري بې درکۍ ښکار شوى نه و  ، يو  رشته دار   يې ددوه زره اتلسم په پوځي عملياتو کې په کيچ کې وژل شوى و.

 دا ګرانه ده چې  معلومه شي هغې ولې  دبلوڅانو په وسله واله بيلتون خوښې ډله کې ګډون اختيار کړى خو هغه دخپلې طالب علمۍ په دور کې دبلوچستان سټوډنټس ارګنايزيشن( بي ايس او-ازاد) غړلې پاتې شوې وه.

 دشاران بلوچ په ټويټر هينډل  په 25م اپريل  دوباره ټويټ شوي يو عکس کې يوه داسې زنانه ښکاري چې لويې ويښتان لري او پشا يې ټوپک رااړولى، ددغه پيغام سره پورته په اردو ژبه کې دفيډل کاسترو  دا جمله ليک ده چې   انقلابيان وسله وال جدوجهد دغوره لارې په توګه نه خوښوي، دا هاغه لاره ده چې  ظالم يې په مظلوم تپي

دشاري بلوچ ترټولو مضبوط پيغام  چې دهغې  دمايوسيو اندازه ترې کيدى شي  په 18م اپريل په اردو ژبه کې   په ټويټر شريک کړى شوى چې پکې ويل شوي

وجود په خطره کې

نسل په خطره کې

پيژندګلو په خطره کې

کلچر په خطره کې

 وسايل په خطره کې

 ځان په خطره کې

 ژبه په خطره کې

بلوچ په خطره کې

بلوچستان په خطره کې

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button