افغانستانسیاستمهم خبرونهنړۍ

ګلبدين حکمتيار وايي سيمه کې دامريکا شرارتونه لا اوس هم دوام لري

ګلبدين حکمتيار وايي سيمه کې دامريکا شرارتونه لا اوس هم دوام لري

دافغانستان پخواني  صدراعظم او دحزب اسلامي ګوند مشر انجنير ګلبدين حکمتيار  ويلي دي په سيمه کې دامريکا شرارتونه لا اوس هم دوام لري.

دغه څرګندونې ګلبدين حکمتيار دافغانستان نامتو ديني عالم  مولانا عبدالحميد حماسي او دهغه سره مل پلاوي سره دليدنې په مهال  کړيدي.

ګلبدين حکمتيار ويلي لا هم ستونزې ډيرې دي، ګواښونه شته او دښمن هم په کمين کې دى چې نه غواړي  افغانستان باثباته شي او دارام ساه واخلي.

دهغه وينا وه داشغالګرو فطرت دا دى چې کله له اشغار شوو سيمو څخه وحي نو هلته خپل اغيز پريږدي.

ګلبدين حکمتيار ويلي  کله چې روسان ووتل نو دهغوي اغيز هم پاتې و، امريکا او ناټو هم  وتلي خو خپل دهغوي استخباراتي شرارتونه په سيمه کې دوام لري.

ګلبدين حکمتيار امريکا او ناټو ته په اشارې  دعوه وکړه چې دافغانستان سترايتيژيک موقعيت ته په کتو هغوي هيڅ کله له دې سيمې لاس نه اخلي.

 دهغه وينا که  محتاطانه ګامونه واخستل شي نو وضعيت مهاريدلى شي.

 هغه وويل  نظام له قانون او شورا پرته نيمګړى دى او زياته يې کړه چې افغانستان يو داسې مناسب او معقول قانون ته اړتيا لري  چې هيڅ اکم او فرد ترې مستثنا نه وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button