پاکستانسیاستمهم خبرونه

شهبازشريف وايي پاکستان امريکا سره دښمني نه شي زغملى

شهبازشريف وايي پاکستان امريکا سره دښمني نه شي زغملى

وزيراعظم شهباز شريف ويلي دامريکا په ګډون پاکستان دنورو اتحاديانو او ملګرو  هيوادونو سره داړيکو سمولو هڅه کوي  کومې چې دتير حکومت دځينو غلطو خارجه تګلارو له امله داسلام اباد سره خراب شوي وؤ.

دډان ورځپاڼې دراپور له مخې  وزيراعظم هاوس کې دروژه ماتي په مهال خبريالانو سره په خبرو کې  وزيراعظم شهبازشريف په ډاګه کړې ده چې پاکستان دامريکا  دښمني نه شي زغملى.

شهبازشريف  دتحريک انصاف  دحکومت په کارکردګۍ دافسوس څرګندونه وکړه او وې ويل تحريک انصاف دپاکستان ملګري هيوادونه  او په ځانګړې توګه چين، سعودي عرب، قطر او امريکا خفه کړي چاچې تل په مشکلو حالاتو کې دپاکستان ملګرتيا کړې ده.

 هغه امريکا سره په غوره اړيکو ټينګار کړى او ويلي يې دي چې  پاکستان او دامريکا ترمينځ دبې باورۍ  دله مينځه وړلو ضرورت دى  دواړو هيوادونو ته په دې خبرې دغور کول اړتيا ده چې  په ماضي کې دچاڅخه کومه تيروتنه خو نه ده شوې.

 په ډاګه دې وي چې پخوانى وزيراعظم عمران خان دخپل حکومت دخاتمې ذمه وار امريکا ګڼي او په ولسي جلسو کې  بيا بيا وايي چې  امريکا دشهبازشريف حکومت په پاکستان مسلط کړيدى.

خو امريکا دعمران خان دحکومت رانسکورولو کې دکردار په اړه دعمران خان تورونه بې اساسه ګرځولي او ويلي يې دي هغوي په پاکستان کې په يو بل ګوند بل ته ترجيح نه ورکوي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button