مهم خبرونهنړۍ

په مقبوضه لويديزه غاړه کې اسرايلي ځواکونو يو فلسطينى وژلى

په مقبوضه لويديزه غاړه کې اسرايلي ځواکونو يو فلسطينى وژلى

دفلسطين دروغتياوزارت له مخې اسرايلي ځواکونو دجريکو دمقبوضه لويدې غاړې ښار کې د اقابيت جبير دمهاجرينو په کيمپ کې ديو بريد په مهال يو فلسطيني وګړى وژلى دى.
دوژلى شوي تن پيژندګلو د٢٠ کلن احمد ابراهيم اويدات په نوم سره شوې ده، دروغتيا وزارت ويلي دغه تن دنهې په ورځ سحر مهال په سر په ډزو ويشتل شويدى.
اويدات په رام الله روغتون کې ايي سي يو ته وړل شوى و، هلته ترڅو ساعتو پروت و او وروستو يې دمرګ اعلان وشو.
اسرايلي ځواکونو دمهاجرينو په کيمپ کې سحر مهال عمليات ترسره کړي او لږ ترلږه دوه فلسطينيان يې نيولي دي.
ددغه وژنې په ځواب کې په جريکو کې فتح غورځنګ او اردن وادۍ دنهې په ورځ دعمومي هړتال اعلان کړيدى.
تيره اوونۍ په لويديزه غاړه دوه نور فلسطينيان هم وژل شوي چې پکې ٢١ کلن لطفي البادي او ١٨ کلن حنان خدور شامل دي څوک چې اسرايلي پوځ په جينن سيمه کې وژلي وؤ.
دفلسطينيانو له لوري په بريدونو کې داضافې په سبب د٢٢م مارچ څخه تر دې مهاله په اسرايل کې 14 کسان وژل شويدي، په عين حال کې اسرايليانو د2022م کال دپيل څخه تر دې مهاله دلويديزې غاړې څخه 46 فلسطينيان وژلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button