کراچۍ پوهنتون کې په چيني وګړو دبي ايل اى د زنانه جنګيالۍ خودکش حمله،څلور کسان مړه
کراچۍ پوهنتون کې په چيني وګړو دبي ايل اى د زنانه جنګيالۍ خودکش حمله،څلور کسان مړه
دکراچۍ پوهنتون د کنفيوشس ادارې څخه بهر دچيني وګړو په يو ګاډي دخودکش حملې له امله ددريوو چينى وګړو پشمول څلور کسان وژل شويدي او څلور نور ژوبل شويدي.
دپوليسو ترمخه دغه پېښه دګل په ورځ غرمه دوه بجې هاغه مهال وشوه کله چې دهوسټل نه دکنفيوشس انسټيټيوټ په لوري په روان يو ګاډى دانسټى ټيوټ په داخلى دروازه کې حمله وشوه.
دکراچۍ دپوليسو مشر غلام نبى ميمن وينا ده چې په دې چاؤدنه کې ددريوو غيرملکيانو پشمول څلور کسان وژل شويدي اؤ په ژوبل شوؤ څلورو کسانو کې هم يو غيرملکي شامل دى
دبي بي سي اردو څانګې دراپور له مخې دکراچۍ يونيورسټۍ شعبه تعلقات عامه چارواکو ترمخه ګاډى چې کله کامرس ډيپارټمنټ ته نزدې کنفيوشس سينټر ته ورسيدو نو چاؤدنه وشوه چې پکې دانسټيټيوټ چينى ډايريکټر اؤ دوه زنانه چيني استاذانې اؤ دهغوى پاکستانى ډرايور ووژل شول
دهغوي وينا ده چې دويګن امنيت لپاره دهغه شاته په موټرسايکل راروان درينجرز اهلکاراؤ په ګاډى کې سور يو چينى استاذ هم ژوبل شوى دى
دکراچۍ يونيورسټۍ دچارواکو ترمخه وژل شوى ډايريکټر اوس اوس ددريوو کلونومودې لپاره پځايې کړى شوى ؤ.
دسي ټي ډى انچارج راجا عمر خطاب صحافيانو ته وويل چې دنهې په ورځ شوې دغه چاؤدنه خودکش وه اؤ دا يوې زنانه کړې ده
ده وويل ددې خودکش حملې هدف غيرملکى وګړى وؤ
دبم ډسپوزل سکواډ رپورټ ترمخه خودکش حمله کې ددريوو نه څلورو کلو پورې چاؤديدونکى مواد استعمال کړى شويدي
ددې حملې ذمه واري بلوچ لبريشن ارمي نومې بيلتون خوښې ډلې منلې او ويلي يې دي دغه چاودنه دهغوي يوې زنانه جنګيالۍ ترسره کړې ده.