پاکستانقبائلمهم خبرونه

جنوبي او شمالي وزيرستان کې دوسله والو بريدونه، درې عام وګړي او دوه پوځيان ووژل شول

جنوبي او شمالي وزيرستان کې دوسله والو بريدونه، درې عام وګړي او دوه پوځيان ووژل شول

ميرعلي( وحدت نيوز)   دافغانستان پولې ته نزدې  دشمالي وزيرستان ميرعلي  سيمه کې  په يوه ورځ  دهدفي وژنو په دوو پېښو کې درې کسان وژل شويدي.

په عين حال کې جنوبي وزيرستان کې دترهه ګرو په يو بريد کې هم دوه پوځيان وژل شويدي.

 دسرچينو وينا ده چې لمړۍ پېښه  غرمه درې بجې مخې ته راغلې چې پکې دميرعلي سره نزدې حسوخيل سيمې سره تعلق لرونکى ځوان  وژل شويدى.

دپوليس سرچينو  دپېښې پخلى کړى او ويلي يې دې چې  نامعلومو وسله والو نقاب پوشو  دميرعلي حسوخيل اوسيدونکى ځوان جميل احمد درحمان الدين ځوې په ډزو سره وژلى دى.

 دپوليسو ترمخه  وژلى شوى تن په سر دوه ډزه لګيدلى او دپېښې وروستو وسله وال په تېښته کې بريالي شويدي.

 دهدفي وژنې دوهمه پېښه هم ميرعلي کې مخې ته راغلې چې پکې  نامعلومو وسله والو  نزدې کلي خوشحالي سره تعلق لرونکي دوه کسان په ډزو وژلي او ملزمان په تېښته کې بريالي شويدي.

 په ميرعلي کې  په روانه اوونۍ کې دهدفي وژنو څلور پېښې مخې ته راغلې دي چې پکې پينځه کسان په نښه کړى شويدي

دسرچينو وينا ده چې  په سيمه کې دهدفي وژنو دزياتيدونکو پېښو له امله  په سيمه ييزو خلکو کې دعدم تحفظ احساس په سيوا کيدو دى.

بل اړخ ته دپاک پوځ ترجمانې ادارې ايي ايس پي ار وينا ده چې دجنوبي وزيرستان په سرا روغه کې  ترهه ګرو په امنيتي ځواکونو بريد کړى چې  له امله يې   دبنو ٢٦ کلن لانس نايک عمر علي خان او دډي ايي خان 23 کلن  سپاهي محمد سراج الدين شهيد شويدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button