پاکستانسیاستمهم خبرونه

بلاول بوټو وايي عمران خان دبهرنيو پېسو دمرستې په کيس اثرانداز کيدو لپاره دټاکنو په کميسيون فشاراچوي

بلاول بوټو وايي عمران خان دبهرنيو پېسو دمرستې په کيس اثرانداز کيدو لپاره دټاکنو په کميسيون فشاراچوي

دتحريک انصاف ګوند له لوري دټاکنو دکميسيون په ضد داحتجاج له غږ وروستو دپيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ويلي دعمران خان تحريک انصاف ګوند دبهرنيو پېسو دمرستې په کيس داثرانداز کيدو لپاره دټاکنو په کميسيون فشار اچوي.
بل اړخ ته دتحريک انصاف له لوري تيره ورځ په ټول هيواد کې دټاکنو دکمسيون ددفترونو څخه بهر داحتجاج له غږ وروستو په اسلام اباد کې دټاکنو دکميسيون څخه بهر په ګڼ شمير کې پوليس عسکر ځايې پځايې کړى شويدي.
دپوليسو وينا ده چې په ريډزون کې داسلام اباد ډپټي کمشنر دفعه 144 پځايې کړې ده،پوليسو سياسي ګوندونو او ولسي وګړو ته خواست کړى چې په ريډزون کې دې احتجاج نه کوي.
دپوليسو وينا ده چې پرامنه احتجاج دټولو وګړو حق دى دکوم چې اسلام اباد پوليس درناوى کوي خو دغه احتجاج دريډزون څخه بهر دقامي پريس کلب مخې او يا ايف ناين پارک کې ريکارډ کيدى شي خو دريډزون دننه به دکوم احتجاج اجازه نه شي ورکولى.
دعمران خان تحريک انصاف ګوند دواک څخه له لرې کيدو وروستو تور لګوي چې دټاکنو دکميسيون ټولې پريکړې دهغوي په ضد دي او دټاکنو دکميسيون مشر دې سملاسي مستعفي شي خو بل اړخ ته دټاکنو دکميسيون مشر سلطان راجا تيره ورځ دعمران خان ددغه غوښتنې په ځواب کې ويلي وو داسې څه وجه نشته چې هغه له خپلې چوکۍ څخه مستعفي شي.
په يو بيان کې بلاول بوټو زرداري ويلي دعمران خان سياست اوس د” زه مو ولې ونه ژغورلم” مهم دلارې ټولې ادارې په نښه کوي او دهغه سياست اوس” په دروغو او پروپيګنډې ” اساس لري
بلاول بوټو ويلي خلک پوهيږي چې دعمران خان دټاکنو دکميسيون دمشر دپه نښه کولو يواځينى علت دا و چې دټاکنو دکميسيون مشر دکميسيون د پخواني واکمن ګوند په ټايګر فورس کې دبدلولو څخه انکار کړى و، بلاول بوټو ويلي عمران خان دټاکنو دکميسيون دمشر انتخاب پخپله کړى و.
اخوا دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزيرې مريم اورنګزيب هم په عمران خان غږ کړيدى چې دټاکنو په کميسيون کې دې دبهرنيو پېسو دمرستې دپوښتنو ځواب ورکړي او ويلي يې دي عمران خان غواړي چې ټول دهغه په دروغو بيعت وکړي او دبډو رشوتونو حساب ترې نه اخلي.
مريم اورنګزيب دتحريک انصاف ديو لارښود فوادچوهدري دبيان په غبرګون ويلي عمران خان دخپلې خوښې قاضي، دخپلې خوښې وکيل او دخپلې خوښې پريکړه غواړي ، هغه نه خو ايين مني او نه هم قانون،مريم اورنګزيب تور لګولى چې عمران خان پخپله ځان ايين او قانون ګڼي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button