مهم خبرونهنړۍ

دروسيې-اوکراين جګړه:لاروف داتومي شخړې دګواښ خبردارى ورکړو

دروسيې-اوکراين جګړه:لاروف داتومي شخړې دګواښ خبردارى ورکړو

دروسيې دبهرنيو چارو وزير سرګئ لاروف خبردارى ورکړى چې په اوکراين کې لانجه دريمې نړيوالې جګړې ته دلارې هوارولو ګواښ لري او ناټو په حقيقت کې کيف ته دوسلو په ورکولو دماسکو سره دپردې ترشا په جګړه کې بوخته ده.
په سرکاري تيليويزيون په يوه مرکه کې لاروف ويلي ديوې اتومي شخړې ګواښ له حقيقت څخه کم ګڼل نه دي پکار او په اوکراين کې دجګړې دخاتمې دکوم اتفاق مرکزي نکته به په پراخه ډول په ميدان کې په عسکري وضعيت اډاڼه ولري.
دلاروف دغه مرکه څو ساعته وروستو له هغې خپره کړى شوې چې دامريکا خارجه وزير انټوني بلنکن او ددفاع وزير لويډ آسټن دکيف سفر وکړو او اوکراين سره يې دنورې عسکري مرستې ژمنه وکړه.
آسټن په دغه مهال وويل امريکا روسيه کمزورې ليدل غواړي او دماسکو په ضد دجګړې ګټلو لاپره يې اوکراين ته دوسلو ورکولو دمرستې لوظ وکړو.
ټاکل شوې ده امريکا به په روانه اوونۍ کې د40و څخه دزياتو هيوادونو ديوې غوندې مشري وکړي چې پکې به داوکراين ددفاع په اړه خبرې وشي او پکې به اوکراين ته دنورو وسلو ورکولو ته پام وګرځولى شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button