افغانستانمهم خبرونهنړۍ

خوست کې په وزيرستانيانو دبريدمسولين دې محاسبه کړى شي،دوزيرستان مظاهرين

خوست کې په وزيرستانيانو دبريدمسولين دې محاسبه کړى شي،دوزيرستان مظاهرين

بنو،فرحت الله بابر
دافغانستان په خوست ولايت کې په مبېنه توګه دپاکستان دپوځي هيلي کاپټرو په هوايي بريدونو کې دوزيرستان دخلکو دوژنې په ضد دشمالي وزيرستان خلکو دخېبرپښتونخوا په بنو سيمه کې احتجاجي پرلت دوامداره ساتلى او غوښتنه کوي چې ددغو هوايي بريدونو دې پلټنې ددې دمسولينو په ضد دې اقدامات وکړى شي.
په ډاګه دې وي چې دنړيوالو خبري ادارو دراپورونو له مخې د16م اپريل په شپه د افغانستان په خوست ولايت کې د شمالي وزيرستان د کډوالو په کيمپ پاکستاني پوځي هيلي کاپټرو بريدونه کړي وو چې پکې تر 40ؤ پورې کسان وژل شوي وؤ چې پکې ښځې اؤ ماشومان هم شامل وؤ.
په بنو کې په احتجاجي پرلت کې دراټولو شوو وزيرستانيانو غوښتنه ده چې کوم خلک دپوځي عملياتو له امله افغانستان ته په کډو کولو مجبور شوي هغوي دې هم په درناوي سره راستانه کړى شي ، پخپلو سيمو کې دې اباد او ورته دې عصري اسانۍ ورکړى شي.
مظاهره چيانو قبايلي مشرانو ډاکټر ګل عالم، حنيف داوړ، ملک رحمت غلام او نورو په خوست کې دوزيرستان دکډوالو په کيمپ دپاکستان دپوځي هيلي کاپټرو هوايي بريدونه ظلم بللى او ويلي يې دي ورته دويړيا څوکيدارۍ کولو سزا ورکولى شي او نسلونه يې له مينځه وړل کيږي.
قبايلو په ډاګه کړې ده چې هغوي دملک او قام په خاطر خپل کورونه پريښي وو کوم چې وروستو ړنګ شوي وو، خو دغه ټولې قربانۍ هم په خاطر کې رانه وستل شوې او هغوي ته دامن، او اسانو ورکولو پځايې دهغوي په وروڼو په هوايي بمباري وکړى شوه.
دوي غوښتنه لري چې رياست دې لکه دمور دهغوي په ژوبل شوي وجود دمرهم کار وکړي او ورته دې دشک په نظر نه کتل کيږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button