دافغانستان دشتمنيو په اړه امريکا دملګرو ملتونو دپوهانو نيوکه رد کړه
دافغانستان دشتمنيو په اړه امريکا دملګرو ملتونو دپوهانو نيوکه رد کړه
دامريکا حکومت دملګرو ملتونو دهاغو څوارلسو ازادو پوهانو بيان په سختۍ سره رد کړى چې پکې هغوي وايي دافغانستان په اړه دامريکا ځينې تګلارې دعامو افغانانو، په ځانګړې توګه دزنانه ؤ اؤ ماشومانو په تکليفونو کې داضافې سبب جوړيږي.
دامريکا غږ دانګريزۍ څانګې دراپور له مخې دغو پوهانو خبردارى ورکړى چې په امريکا کې دافغانستان د7ؤ بلينو شتمنيو کنګل کولو او په طالبانو نړيوالو بنديزونو په افغانستان کې روان بشري کړکيچ نور هم خراب کړيدى.
دامريکا دخارجه محکمې يو وياند ددغو پوهانو بيان ناسم او بې لارې کوونکى بللى دى.
دامريکا ولسمشر جوبايډن دفرورۍ په 11مه نېټه په يو صدارتي حکمنامه کې دافغانستان لپاره نيمې کنګل شوې شتمنۍ خوشې کړې وې خونيمې يې په ٢٠٢١م کې دناين اليون دبريدونو دقربانيانو دکورنيو لپاره ايښودې وې،دناين اليون دپېښې دقربانيانو کورنيو غوښتنه کړې وه چې دافغانستان دمرکزي بانک نيمې شتمنۍ دې دوي ته ورکړى شي، دامريکا قاضي به پريکړه وکړي چې ايا درې اعشاريه پينځه بلينه ډالر دغو دعويدارانو ته ورکړى کيدى شي.
وياند امريکا غم ته ويلي” ديوولسمې فرورۍکارروايۍ دافغان ولس لپاره دپېسو تر يوې مهمې برخې په لاس رسي کې داسانۍ په اړه امريکا کې دوړاندې تګ مهم ګام اخستل په ډاګه کوي، که چرې مونږ اقدام نه وى کړى نو نو تر نامعلومې مودې به ټولو ذخيرو ته لاس رسى نه شو کيدى. ”
په طالبانو ديوې ډلې په توګه دامريکا له لوري په ترهه ګرۍ پسې منسوب اقتصادي بنديزونه دتيرو دوو لسيزو راهسې پځايې دي.
دمرستندويه ادارو وينا ده دغه بنديزونه چې طالبان او دهغوي تګلارې په نښه کوي، ددې نفاذ افغان اقتصاد ته هم زيان رسوي او په دغه هيواد کې دبشري کړکيچ دخرابيدو سبب ګرځي.
دا مهال دافغانستان خلک په نړۍ کې دخوراک دکمي ترټولو دلويې کړکيچ سره مخ دي، دمرستندويه ادارو له مخې ٩٥ فيصده افغانستان چې خواوشا 36 ملينه خلک جوړيږي، کافي خوراک نه لري.