افغانستان دې دمذهبي ازادۍ دسرغړونو ترټولو بد نوملړ کې شامل کړى شي،دامريکايي کميسيون وړانديز
افغانستان دې دمذهبي ازادۍ دسرغړونو ترټولو بد نوملړ کې شامل کړى شي،دامريکايي کميسيون وړانديز
په ټوله نړۍ کې دمذهبي سرغړونو او ازادۍ په اړه د صلاح مشورې يوې امريکايي ادارې ددغه هيواد خارجه محکمې ته وړانديز کړيدى چې دطالبانو واک ته دراستنيدو په تناظر کې دې افغانستان دمذهبي ازادۍ دسرغړونو ترټولو په بد نوملړ کې شامل کړى شي.
دنړيوالې مذهبي ازادۍ په اړه دامريکايي کميسيون په راپور کې ويل شويدي چې د طالبانو په افغانستان دسُني اسلام دخپلې سختې تشريح دبيا تلو وروستو مذهبي اقليتونه د” زورونې، بند او تر دې چې دخپلو مذهبي عقايدو له امله دمرګ سره هم مخ شويدي ” په دغه راپور کې دداعش له لوري په مذهبي اقليتونو دبريدونو حواله هم ورکړى شوې ده.
افغانستان په هاغو 15و قامونو کې شامل دى چې دغه کميسين وايي بايد دامريکا دخارجه محکمې د”ځانګړي تشويش هيوادونو” په نوملړ کې شامل کړى شي، کميسيون پخپل راپور کې دغه حکومتونه دزغم په اړه ترټولو بد معرفي کړي او يا يې دمذهبي ازادۍ منظم، دوامداره او ترټولو بد سرغړونکي ګرځولي دي.
دغه کميسيون په کال 1998 کې دمذهبي ازادۍ دنړيوال ايکټ لاندې جوړ کړى شوى و کوم چې دامريکا کانګريس او انتظاميې ته دقانوني جواز نه لرونکې پاليسۍ وړانديزونه کوي، په تيرو وختونو کې دامريکا خارجه محکمې ددې کميسيون ځينې وړانديزونه منلي خو زياتره يې له پامه غورځولي.
په نوي راپور کې کميسيون وړانديز کړى چې لس هيوادونه دې دخارجه محکمې په موجوده نوملړ کې وساتي چې پکې پاکستان ،چين،ايرټيريا،ايران،ميانمار، شمالي کوريا، روسيه، سعودي عرب، تاجکستان او ترکمانستان شامل دي، کميسيون دافغانستان ترڅنګ دڅلورو نورو هيوادونو دشاملولو وړانديز هم کړى چې پکې هند، نايجيريا، شام او ويتنام شامل دي.
په راپور کې ويل شويدي چې په افغانستان کي زياتره اقليتونه، يهوديان، هندوان او سکهان دطالبانو تيرکال واک ته له رسيدو وروستو له دغه هيواد تښتيدلي دي، په راپور کې ويل شويدي چې دسزا له ويرې زياتره مذهبي اقليتونه لکه احمديان،باها او عيسايي مذهب ته اوړيدلي کسان په پټه عبادت کوي.
ځينې سکهان اوس هم په کابل کې مېشته او عبادت کوي، په راپور کې ويل شويدي چې دطالبانو استازي دسکهانو ګوردوارې ته ورغلي وو او هغوي ته يې دتحفظ باور ورکړى و خو زياتره سکهان او هندوان دخپل تحفظ او امنيت دکمي له امله هند ته تښتيدلي دي.
په دغه راپور کې دهيومن رايټس واچ دهاغه راپور حواله هم ورکړى شوې چې دطالبانو له لوري په هزاره ګانو بريد شوى او دهغوي ملکيت نيول شوى، څوک چې دشيعه اقليت سره تعلق لري،همدغه راز دايمنسټي انټرنيشنل هاغه راپور هم پکې ياد شوى چې طالبانو په ٢٠٢١م کې دهزاره ګانو قتل عام کړى و.
په هزاره ګانو ګڼ خونړي بريدونه په دداعش په خراسان ډلې پسې تړل شويدي، کوم چې دطالبانو دښمنان ثابت شويدي اونه قابو کيدونکى امنيتي ګواښ دى، دکميسيون دراپور په کور کې دداعش لخوا تيرکال په کندوز کې دشيعه ګانو په جومات دبريد عکس هم دى.