افغانستانتعلیممهم خبرونهنړۍ

حامد کرزى وايي جينکۍ دې ښوونځيو ته پرېښودل شي

حامد کرزى وايي جينکۍ دې ښوونځيو ته پرېښودل شي

دافغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي  ويلي دي دافغانستان  ولس غواړي جينکۍ يې ښوونځيو ته ستنې شي  او “داسې هيڅ لاره نشته چې  زمونږ جينکۍ  ښوونځيو ته له ستنيدو پرته ژوند وکړي “

 برطانوي خبري شبکې سره په يوه مرکه کې   پخواني افغان ولسمشر وويل  ” زه باوري يم چې  چې دجينکو لپاره ( ثانوي)  ښوونځي به  پرانستل شي ځکه چې  دغه هاغه څه دي چې افغان ولس يې غواړي “

 په افغانستان کې طالبانو تيره مياشت دشپږم ټولګي څخه پورته دجينکو ښوونځي  دپرانستل کيدو څخه څو ساعته وروستو بيرته تړلي وؤ.

 دا په داسې حال کې ده چې  دبشري حقونو دتحفظ ډلې هيومن رائټس واچ انديښنه څرګنده کړې ده چې   ښوونځيو ته دجينکو په ليږلو بنديز به  په کم عمرۍ کې دجينکو په ودونو کې داضافې سبب جوړ شي.

 په هيومن رايټس واچ کې  دښځو دڅانګې ډايريکټرهيدر بار ويلي ” دې په ټول هيواد کې دوړاندې څخه دسلګونو زرو جينکو په ژوند نه راسرکيدونکې اغيزه کړې، هغوي دوړاندې څخه دزده کړو يو کال بايللى دکوم چې به هغوي بيا دترلاسه کولو جوګه نه شي، مونږ ته معلومه ده چې  دکم عمرۍ  ودونو او جبري ودونو  له ګواښ څخه په ډکو عناصرو کې يو دجينکو تر زده کړو دلاسرسي مخه نيول دي”

 دبهرنيو حکومتونو، ملګرو ملتونو ادارو، مدني ټولنې فعالينو، سياسي مشرانو علماى کرامو او استاذانو په ګډون دافغانستان عام ولس پرله پسې   دطالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې  جينکو ته دې  ښوونځيو ته دتللو اجازه ورکړي، خو طالبان وايي  دجينکو ښونځيو ته دستنيدو لپاره يو پلان جوړوي او چې کله ورته خپل مشر ملا هبة الله په دې اړه امر وکړي نو جينکۍ به بيا  ښوونځيو ته پريږدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button