افغانستانمهم خبرونهنړۍ

امريکا په روژه کې دافغانستان په جوماتونو او ښوونځيو بريدونه غندلي

امريکا په روژه کې دافغانستان په جوماتونو او ښوونځيو بريدونه غندلي

امريکا دافغانستان په جوماتونو او تعليمي مرکزونو کې په دې وروستيو کې دهاغو بريدونو غندنه کړې چې پکې ولسي وګړي او دښوونځيو ماشومان په نښه کړى شويدي.
دامريکا غږ دانګريزۍ څانګې دراپور له مخې دامريکا دخارجه محکمې يو لوړپوړي چارواکي ويلي “دروژې دمياشت په مينځ کې دا زمونږ لپاره يو لويې تشويش دى” ” د افغان زنانه ؤ، ماشومانو او بې دفاع ابادۍ په نښه کول غيرانساني، بې انصافي او دمنلو وړ نه دي ”
تيره اوونۍ دافغانستان په کندوز ولايت کې ديو جومات دننه بمي چاودنه کې 33 نمونځ ګزار وژل شوي او له هغې څخه يوه ورځ دمخه دمزار شريف په جومات کې دننه دداعش په چاودنه کې 31 کسان وژل شوي وؤ،هم په دغه ورځ په کندوز ولايت کې دپوليسو يوې تانې ته نزدې چاودنه کې څلور کسان وژل شوي او ١٨ نور ژوبل شوي وؤ، په ننګرهار کې هم په دغه ورځ دطالبانو په يو ګاډي دسړک دغاړې بمي چاودنه کې څلور طالبان وژل شوي او پينځم ژوبل شوى و.
په پلازمېنه کابل کې هم په دغه ورځ يوه بمي چاودنه کې دوه ماشومان ژوبل شوي وؤ اؤ له دغو چاؤدنو څو ورځې دمخه دکابل دشهيد عبدالرحيم ښوونځي څخه بهر دوو چاودنو کې شپږ کسان وژل شوي او شل نور ژوبل شوي وؤ.
ملګرو ملتونو تيره ورځ ويلي وو چې په افغانستان کې په تيره يوه اوونۍ کې 50 ماشومان وژل شويدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button