افغانستانپاکستانمهم خبرونهنړۍ

دخوست او کونړ په بريدونو دطالبانو پاکستان ته خبردارى:پاکستان وايي افغانستان يې ورور دى

دخوست او کونړ په بريدونو دطالبانو پاکستان ته خبردارى:پاکستان وايي افغانستان يې ورور دى

 پېښور(وحدت نيوز)  دافغانستان ددفاع دوزارت سرپرست   په دې وروستيو کې  په مبېنه توګه دپاکستاني  پوځي هيلي کاپټرو لخوا دافغانستان په خوست او کونړ ولايتونو کې  په بريدونو پاکستان ته خبردارى ورکړى دى او ويلي يې دي چې  دهيواد دملي ګټو په خاطر يې دغو بريدونو ته غبرګون نه دى ښودلى  خو اسلامي امارت به بيا دغه رقم بريدونه ونه زغمي.

 دطالبانو ددفاع دوزارت سرپرست دغه څرګندونې  وروستو له هغې کړيدي چې طالبانو په پاکستان په خوست او کونړ کې  دخونړو بريدونو ترسره کولو تور ولګولو چې پکې  دافغان چارواکو په وينا په لسګونو کسان وژل شويدي.

پاکستان چې دافغانستان په خاوره يې  دغو بريدونو کې دلاس لرنې پخلى نه دى کړى، ويلي  دواړه هيوادونه ”  وروڼه هيوادونه”  دي

دطالبانو داسلامي امارت دبنسټګر ملا محمد يعقوب دمړينې  دنهم تلين دلمانځنې په مراسمو کې  ددفاع دوزارت سرپرست  او دملا عمر ځوې ملا محمد يعقوب وويل ” له همسايه ګانو څخه هم رنځ او تکليف وينو، مشکل وينو، چې ښکاره مثال يې څو ورځې مخکې په کونړ ولايت کې زمونږ پر خاوره  ددوي تجاوز ؤ، مونږ که دا پېښه برداشت کړې ده، دملي مسالحو په وجه او د اليا مسايلو په وجه مو دا برداشت کړيدي چې کيدى شي بل وخت دا برداشت نه کړو”

دپاکستان  دخارجه دفتر وياند دملا يعقوب دڅرګندونو په ځواب کې ويلي  دسولې ترلاسه کولو لپاره پاکستان  دافغانستان سره داوږدمهاله رابطې هيله لري.

 وياند ويلي ” پاکستان او افغانستان  وروڼه هيوادونه دي، ددواړو هيوادونو حکومتونه او ولسونه  ترهه ګر يو ستر ګواښ ګڼي  او ددې لعنت له امله ورته تر اوږدې مودې تکليف رسيدلى نو ځکه دا مهمه ده چې  زمونږ دواړه هيوادونه  ديو بل سره  دپولې پورې او راپورې دترهه ګرۍ  دمخنيوي او  دهغوي په خاوره دترهه ګريزو ډلو په ضد داقدام لپاره  داړونده ادارتي سرچينو دلارې  په پرامنه طريقه رابطه ولري “

دطالبانو حکومت تيره اوونۍ  په کابل کې دپاکستان استازى  په کونړ او خوست کې په هوايي بريدونو داحتجاج ريکارډ کولو لپاره غوښتى و، دسيمه ييزو چارواکو وينا ده چې دپاکستان دپوځي هيلي کاپټروپه بريدونو کې 36 کسان وژل شوي وو.

په افغانستان کې  دملګرو ملتونو دماشومانو دادارې  مشر ويلي چې داپريل په 16مه په خوست او کونړ ولايتونو کې په هوايي بريدونو کې 20 ماشومان  هم وژل شوي وؤ.

دپاکستان پوځ  په دې وروستيو مياشتو کې  دافغان پولې ترڅنګ پخپلو  پوځي عملياتو کې چټکتيا راوستې ده او دافغانستان سره په لګيدلې پوله په  پاکستاني پوځيانو بريدونو کې هم اضافه راغلې ده.

 همدغه راز په افغانستان کې په دې وروستيو کې درامينځته شوو بمي چاودنو او تشدد دپېښو په اړه  ملا يعقوب وويل”   دا بريدونه به بې ځوابه پاتې نه شي”

دهغه وينا وه ”  انشاء الله ستاسو ټول مرامونه او مقاصد او فاسد فکرونه چې تاسو يې لرئ دا به خنثي کيږي”

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button