افغانستانمهم خبرونهنړۍ

يونسيف وايي يوه اوونۍ کې افغانستان کې 50 ماشومان وژل شويدي

يونسيف وايي يوه اوونۍ کې افغانستان کې 50 ماشومان وژل شويدي

پېښور(وحدت نيوز) په نړيواله کچه  ماشومانو ته  دبشري او پرمختيايي مرستې برابرونکې ملګرو ملتونو ادارې ( يونيسيف) په تيره يوه اوونۍ کې  په افغانستان کې دتشدد په پېښو کې له 50ؤ څخه زيات دوژل کيدو په سبب جوړيدونکو بريدونو انديښنه څرګنده کړې ده او دغه يې  په افغانستان کې دبشري حقونو سختې سرغړونې بللي دي.

 دملګرو ملتونو دماشومانو دتحفظ  د ادارې  دسويلي اسيا دبرخې سيمه ييز مسول جارج لاريي ادجي په ټويټر ليکلي ” په افغانستان کې  دبشري حقونو په سختو سرغړونو کې  له 50ؤ څخه زياتو جينکو او هلکانو خپل ژوند دلاسه ورکړى دى ، په داسې حال کې چې راپورونه تايديږي  مونږ توقعو کوو چې دا شميره به نوره هم سيوا شي”

 دملګرو ملتونو ادارې  په افغانستان کې دجينکو دښوونځيو په پرانستل کيدو کې  په ځنډ هم رڼااچولې  او ويلي يې دي يوه مياشت وشوه چې دافغانستان واکمنانو جينکۍ  سکولونو ته له ستنيدو منعې کړيدي.

يونيسيف  ديوې شپاړس کلنې  جينۍ ماريه له قوله ويلي ” دا زمونږ حق دى چې ښوونځيو ته لاړې شو، مونږ دا درد نور نه شو اخستو”

دطالبانو دتعليم وزارت ويلي  د7 څخه تر 12م ټولګى دجينکو سکولونه به په نزدې راتلونکي کې بيا پرانستل شي.

  په عين حال کې  دافغانستان په اړه  دملګرو ملتونو دبشري حقونو دکونسل  نوي ټاکل شوي استازي  رچارډ بين  دافغانانو دبشري حقونو په خونديتوب ټينګار کړى او په افغانستان کې يې  داوسنيو بريدونو  دڅارنې، پلټنو او احتساب ژمنه کړې ده.

 څو ورځې دمخه   دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد  ويلي وو دافغانستان دکندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې  په يو جومات کې  دچاودنې له امله  دماشومانو په ګډون 33 کسان وژل شوي وؤ  او 43 نور ژوبل شوي وؤ.

  له دغه چاودنې څخه يوه ورځ دمخه  دبلخ په مزار شريف کې په يو جومات کې دچاودنې له امله 31 کسان وژل شوي وؤ اؤ ورسره دکابل په ګډون په بيلا بيلو ولايتونو کې  دچاودنو له امله هم ګڼ کسان  وژل   شوي وؤ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button