افغانستانپاکستانمهم خبرونه

داسلام اباد دخبرداري وروستو طالبان دپولې څخه ترهه ګر انتقالوي،راپور

داسلام اباد دخبرداري وروستو طالبان دپولې څخه ترهه ګر انتقالوي،راپور

دانګريزۍ ژبې ورځپاڼې ايکسپريس ټربيون پخپل يو راپور کې دعوه کړې چې دپولې پورې غاړې څخه په يو شمير بريدونو داسلام اباد له لوري دسخت غبرګون وروستو دافغان طالبانو حکومت دپاکستان پولې ته نزدې دترهه ګريزو ډلو دهيواد نورو برخو ته منتقلول پيل کړيدي.
دپاکستاني چارواکو وينا ده چې په شمالي وزيرستان کې په روانه مياشت کې په پاکستاني پوځيانو يو شمير بريدونه ترسره شوي چې پکې ګڼ پاکستاني پوځيان وژل شويدي.
دميډيا راپورونو له مخې داپريل دمياشتې په 16مه نېټه دپيشمني په مهال په مبېنه توګه دپاکستان پوځي هيلي کاپټرو دافغانستان په خوست او کونړ ولايتونو کې هوايي بريدونه ترسره کړي وو چې پکې له 40ؤ څخه زيات کسان وژل شوي وؤ. خو پاکستان تر دې مهاله په باضابطه توګه ددغو بريدونو پخلى نه دى کړى او وايي افغانستان او پاکستان دواړه وروڼه هيوادونه دي.
ايکسپريس ټربيون ته داتوار په ورځ چارواکو ويلي دپولې دپورې غاړې څخه داوسنو ترهه ګريزو بريدونو وروستو پاکستان افغان طالبانو ته په ډاګه کړې چې يا خو دې دترهه ګريزو ډلو په ضد اقدام وکړي او يا دې دنتيجو سره مخ شي.
ورځپاڼې پخپل راپور کې ليکلي دپاکستان ددغه سخت پيغام وروستو افغان طالبانو پريکړه کړې چې ناچله تحريک طالبان پاکستان( ټي ټي پي) او دهغوي ملګري دسرحدي سيمو څخه دافغانستان نورو علاقو ته دمنتقلولو لپاره مايله کړي.
يو لوړپوړي پاکستاني چارواکي دنوم نه څرګندولو په شرط ورځپاڼې ته ويلي ” ځينې ډلې دسرحدي سيمې څخه دوړاندې څخه تللي دي
چارواکي وويل” که هر څو پاکستان ددغه تصور سره اتفاق نه کوي خو دپولې پورې غاړې څخه دترهه ګريزو بريدونو دمخنيوي لپاره لږ ترلږه دطالبانو پريکړه مني”
هغه وويل” زمونږ غوښتنه څرګنده ده چې دغه ترهه ګرې ډلې دې ختمې کړى شي او يا دې ورسره په داسې طريقه عمل وکړى شي چې مونږ ته بيا ګواښ راولاړ نه کړي”
دطالبانو حکومت تيره اوونۍ په کابل کې دپاکستان استازى په کونړ او خوست کې په هوايي بريدونو داحتجاج ريکارډ کولو لپاره غوښتى و
په افغانستان کې دملګرو ملتونو دماشومانو دادارې مشر ويلي چې داپريل په 16مه په خوست او کونړ ولايتونو کې په هوايي بريدونو کې 20 ماشومان هم وژل شوي وؤ.
دپاکستان پوځ په دې وروستيو مياشتو کې دافغان پولې ترڅنګ پخپلو پوځي عملياتو کې چټکتيا راوستې ده او دافغانستان سره په لګيدلې پوله په پاکستاني پوځيانو بريدونو کې هم اضافه راغلې ده.
دافغانستان دتيرو حکومتونو په واکمنۍ کې هم دسرحدي بريدونو په معامله دپاکستان او افغانستان اړيکې تاوژنې پاتې شوې وې او تيرکال داګست په مياشت کې داشرف غني حکومت نسکور او طالبان واک ته ورسيدل نو پاکستان هيله لرله چې دغه نوې ډلې به دترهه ګريزو بريدونو په ضد کار وکړي، خو دچارواکو وينا ده چې دژمنو باوجود طالبانو تر دې مهاله دخپلو ژمنو پوره کولو لپاره فيصله ييز اقدام نه دى کړى.
يو پاکستاني چارواکي ايکسپريس ټريبون ته وويل ” ترڅو چې په رسميت پيژندل دي نو دا دهغوي( طالبانو) کيس مشکلوي ”
پاکستان په دې وروستيو کې دطـالبانو له لوري دټي ټي پي او نورو ترهه ګريزو ډلو په ضد په ګامونو اخستو کې دلم ليټ څخه په کار اخستو دپريشانۍ ښکار دى.
خو چارواکو خبردارى ورکړى چې دغه تصور به دطالبانو دحکومت لپاره معاملې خرابې کړي، څوک چې دخپل اقتصاد دبحالۍ لپاره په نړيواله توګه په رسميت پيژندو او ملاتړ ته اړتيا لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button