افغانستانمهم خبرونهنړۍ

دهوايي ډګرونو دانتظام په اړه خبرو لپاره دطالبانو پلاوى قطر ته رسيدلى

دهوايي ډګرونو دانتظام په اړه خبرو لپاره دطالبانو پلاوى قطر ته رسيدلى

 دطالبانو ددغه پلاوي مشري  دټرانسپورټ او هوايي چلند دوزارت سرپرست وزير ملا حميدالله اخونزاده کوي او ورسره دطالبانو دبهرنيو چارو دوزارت سرپرست اميرخان متقي،خيرالله خيرخواه، او دملي دفاع دوزارت مرستيال وزير ملګري دي.

ويل کيږي چې قطر ته دطالبانو ددغو مشرانو دسفر بنيادي غرض   دقطر او ترکيې سره دافغانستان په پينځوو هوايي ډګرونو  کابل، قندهار، هرات، بلخ او خوست په اړه په ځنډ کې په پروت تړون خبرې کول دي.

 قطري چارواکو سره دطالبانو دليدنې په مهال احتمال دى چې دترکيې  دتخنيکي ټيمونو استازي هم موجود وي.

 له دې وړاندې دطالبانو دريس الوزرا مرستيال ملا عبدالغني برادر  دبهرنيو چارو په وزارت غږ کړى و چې  دکابل هوايي ډګر دچارو تنظيم او قرارداد ااخيستو په هدف دقطر دبهرنيو چارو وزارت ته ټاکلى وخت ورکړي.

 تيرکال داګست په مياشت کې  دافغانستان دپخواني ولسمشر اشرف غني دحکومت نسکوريد او دطالبانو واک ته له رسيدو وروستو په افغانستان کې دهوايي ډګرونو نظام له تردې مهاله معمول ته نه دى راګرځيدلى.

دافغانستان دپينځوو هوايي ډګرونو دانتظام چلولو په اړه  دترکيې،قطر او طالبانو ترمينځ  تيرکال ددسمبر په مياشت کې خبرې پيل شوې وې  او په دوحه کې په دغه اړه ددريواړو لورو ترمينځ يو شمير غونډې هم ترسره شويدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button