پاکستانسیاستمهم خبرونه

دټاکنو دکميسيون مشر وايي له چوکۍ څخه دمستعفي کيدو هيڅ اراده نه لري

دټاکنو دکميسيون مشر وايي له چوکۍ څخه دمستعفي کيدو هيڅ اراده نه لري

  دپخواني وزيراعظم عمران خان لخوا  دټاکنو  دکميسيون له مشر څخه دمستعفي کيدو له غوښتنې وروستو دټاکنو دکميسيون مشر سکندر سلطان راجا ويلي هغه له خپلې چوکۍ څخه دمستعفي کيدو کومه اراده نه لري  او دهيواد په غوره ګټه  به خپل  کار دوامداره ساتي.

 ډان نيوز سره په خبرو کې سکندر راجا ويلي ” زما داستعفا ورکولو هيڅ اراده نشته، داسې کوم علت نشته چې په کوم زه داستعفا ورکولو په اړه سوچ وکړم”

  دټاکنو دکميسيون مشر  له استعفا ورکولو څخه  انکار وروستو له هغې کړى چې يوه ورځ دمخه  پخواني وزيراعظم او  دتحريک انصاف ګوند مشر عمران خان  پخپل کور بني ګالا کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال   ويلي وو هغه دټاکنو دکميسيون مشر “طرفدار” ګڼي او زياته کړې يې  وه چې پي ټي ايي داليکشن کميسيون په مشر باور نه لري او دهغه ټولې پريکړې ددوي دګوند په ضد وي.

عمران خان ويلي وو هغوي به  دټاکنو دکميسيون دمشر په ضد ريفرنس جمع کوي او تور يې لګولى وو چې دحلقه بندو په وخت دنه کولو له امله  دټاکنو دنااهلۍ انکشاف شويدى او هم له دې امله  دوخت څخه دمخه ټاکنې هم دځنډ ښکار شويدي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button