افغانستانپاکستانمهم خبرونهنړۍ

پينځلسو مياشتو کې پاکستان کې دپوليو لمړۍ پېښه رامينځته شوه

پينځلسو مياشتو کې پاکستان کې دپوليو لمړۍ پېښه رامينځته شوه

په پاکستان کې چارواکو پخلى کړيدى چې  ديو څخه په زياته موده کې  دتل عمري معذوره کوونکې ناروغۍ پوليو يوه بله پېښه مخې ته راغلې ده چې له امله يې  په هيواد کې دپوليو دمخنيوي هلو ځلو ته  زيان رسيدلى دى.

  دحکومتي اعلان له مخې  دافغانستان پولې ته نزدې دخېبرپښتونخوا په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې يو دپينځلسو مياشتو عمر لرونکى  ماشوم دپوليو له امله اغيزمن شويدى.

دامريکا غږ انګريزۍ څانګې دراپور له مخې  په اسلام اباد کې دروغتيا په وزارت يو لوړپوړي چارواکي امير اشرف له مخې ” دا يقيناً چې  دماشوم او دهغه دکورنۍ لپاره يوه سانحه ده  او دا دپاکستان او په ټوله نړۍ کې دپوليو دخاتمې دهلو ځلو لپاره ډيره بدبختانه ده”

پاکستان او ورسره ګاونډي هيواد افغانستان په نړۍ کې هاغه وروستي دوه هيوادونه دي چرته چې  اوس هم دپوليو له امله ماشومان معذوره کيږي، خو په دې اوسنيو کلونو کې په دواړو هيوادونو کې دپوليو دپېښو په شميره کې تر ډيره حده کمى راغلى دى.

 په وروستي ځل دپوليو له امله په جنورۍ کال 2021 کې يو ماشوم معذوره شوى و، پ افغانستان کې سږکال  دپوليو ديوې او تيرکال دڅلورو پېښو راپورونه ترلاسه شوي وؤ.

دپاکستان وزيراعظم شهبازشريف  ويلي هغه به دګل په ورځ دپوليو دخاتمې دهلو ځلو دجاج اخستو لپاره  دپوليو دخاتمې دقامي ټاسک فورس  ديوې بيړنۍ غونډې مشري کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button