افغانستانتعلیممهم خبرونهنړۍ

طالبان دې جينکۍ ښوونځيو ته پريږدي،هند او برطانيه

طالبان دې جينکۍ ښوونځيو ته پريږدي،هند او برطانيه

 دبرطانيې او هند وزيراعظمانو  دطالبانو په حکومت غږ کړيدى چې  جينکو ته دې ثانوي  ښوونځيو ته دتللو اجازه ورکړي.

 دهند وزيراعظم نريندر مودي  او  دبرطانيې وزيراعظم بوريس جانسن  په افغانستان کې  په بشري وضعيت هم دانديښنې څرګندونه کړې ده.

 دليدنې وروستو پخپله يوه ګډه اعلاميه کې  هغوي ويلي ” دافغانستان په اړه دواړو خواوو په بشري  وضعيت، دبشري حقونو څخه په سرغړونو او  جينکو او ښځو ته تر زده کړو دلاسرسي په نه ورکولو ژوره انديښنه ښودلې ده. “

دهندي ميډيا دراپورونو له مخې نريندر مودي  دمارچ په ٣١مه نېټه  دافغانستان په وضعيت دملګرو ملتونو دافغانستان دغونډې په کوربتوب  دبرطانيې دکردار ستاينه کړې او بوريس جانسن  دافغانستان خلکو ته  دروغتيايي او خوراکي مرستو په ورکړه کې  دهند دکردار ستاينه کړې ده.

 هغوي دملګرو ملتونو دامنيتي شورا دهاغه قرارداد په ارزښت ټينګار کړى چې پکې ويل شويدي  چې دافغانستان خاوره به  دترهه ګريزو  عملونو لپاره دپناه، تريې، منصوبه بندۍ او مالي مرستې په توګه نه کارول کيږي.

 په بيان کې ويل شويدي چې دواړو مشرانو  دملګرو ملتونو دامنيتي شورا له لوري دبنديزونو سره دمخ ترهه ګرو په ګډون دټولو ترهه ګريزو ډلو په ضد دپام وړ اقدام غږ کړيدى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button