افغانستانمهم خبرونهنړۍ

بلخ کې دوه کاله وړاندې تښتول شوى ماشوم خوشې شو

بلخ کې دوه کاله وړاندې تښتول شوى ماشوم خوشې شو

  دافغانستان په بلخ ولايت کې  دعبدالروف په نوم دوه کاله وړاندې تښتول شوى  ماشوم دخالي په ورځ پريښودى شوى او دخپلې کورنۍ سره بيا يوځايې شويدى.

 دوه کاله دمخه عبدالروف نومې دغه ماشوم  دبلخ په سرښار مزار شريف کې هاغه مهال تښتول شوى و چې هغه  په لاره خپل ښوونځي ته روان و.

 دافغانستان دطلوع نيوز ډاټ کام له مخې  دخوشې کړى شوي ماشوم پلار  محمد نبي  ويلي ” زه داسې فکر کووم چې نن بيا زيږيدلى يم، زه په يوه نوې نړۍ کې زيږيدلى يم”

 عبدالروف  دبند په مهال  دهاغه تشدد يادونه هم کړې چې هغه ورسره مخ شوې او ويلي يې دي ” زه ډير زيات تکليف محسوسوم”

دعبدالروف پلار ويلي ”  زه داسې محسوسوم چې  عبدالروف نن بيا زيږيدلى دى”

 دطالبانو دريس الوزرا ملا عبدالسلام حنفي  په بلخ کې ديوې غونډې په مهال ددغه ماشوم دخوشې کيدو اعلان کړيدى.

  دماشوم دخوشې کيدو او  په غونډه کې دخپل پلار سره ديوځايې کيدو او هغه ته دورترغاړه وتلو په مهال جذباتي منظرونه ليدل شويدي په کوم چې دغونډې برخه والو دخوشحالۍ څرګندونه کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button