افغانستانمهم خبرونهنړۍ

بلوچستان کې دترهه ګرو بريد،دپاک پوځ يو افسر شهيد

بلوچستان کې دترهه ګرو بريد،دپاک پوځ يو افسر شهيد

دبلوچستان داواران علاقې په کاهان سيمه کې ترهه ګرو دامنيتي ځواکونو په يوه چوکۍ بريد کړى چې پکې دپاک پوځ ميجر شهيد شويدى.
دپاک فوځ دعامه اړيکو څانګې( ايي ايس پي ار) له مخې ترهه ګرو تيره شپه د اواران په کاهان سيمه کې دامنيتي ځواکونو په چوکۍ بريد کړيدى او په ډزوکې ميجر شاهد بشير شهيد شوى، بريد کې يو عسکر ژوبل شوى هم دى.
دايي ايس پي ار وينا ده چې دترهه ګرو دبريد په شا دتمبولو وروستو امنيتي ځواکونو دتښتيدلو جنګيالو په نزدې غرونو کې تعاقب کړى او دتېښتې په مخنيوي ترهه ګرو په امنيتي ځواکونو ډزې کړيدي، دترهه ګرو سره ډزو او سخته نښته کې ميجر شاهد بشير شهيد شويدى.
ايي ايس پي ار ويلي دنښتې په مهال ترهه ګرو ته ددروند زيان رسولو په ترڅ کې يو بل عسکر ژوبل شويدى.
ايي ايس پي ار دا هم ويلي چې امنيتي ځواکونه به دقام سره په ګډه دبلوچستان سولې، ثبات او پرمختګ دسبوتاژ کولو هڅې ناکاموي.
ددغه بريد ذمه واري تر دې مهاله چا نه ده منلې خو له دې وړاندې هم بلوچستان کې دبلوڅ بيلتون خوښو ډلو له لوري دپاکستاني پوځ په چوکو او کاروانونو دغه رقم بريدونه ترسره شويدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button