مهم خبرونهنړۍ

دامريکايي ولسمشر اوکراين لپاره د80 کروړه ډالرو دپوځي مرستې اعلان

دامريکايي ولسمشر اوکراين لپاره د80 کروړه ډالرو دپوځي مرستې اعلان

دامريکا ولسمشر جوبايډن اوکراين لپاره د80 کروړه ډالرو دنوې پوځي مرستې ورکولو اعلان کړى او ويلي يې دي هغه به کانګريس څخه داوکراين دپوځ مرستې لپاره نوره مرسته هم غواړي څوک چې پخپله ختيځه غاړه دروس دنوي بريد سره مخ دي.
دنړيوالې خبري ادارې رويټرز دراپور له مخې دسپينې مانۍ روزويلټ روم څخه امريکايانو ته په وينا کې جوبايډن کيف لپاره داضافې مرستې ورکولو لپاره کانګريس څخه دنورې مرستې دغوښتنې کولو په ترڅ کې ددرنو توپو، لسګونوهاوټرز او ګوله بارود دڅوارلسو لکو او څلورو زرو ګولو ترڅنګ دټيکټيکل ډرونز اوکراين ته دليږلو اعلان هم کړيدى.
امريکايي ولسمشر د اوکراين حکومت لپاره دپنځوسو کروړو ډالرو دنيغ په نيغه اقتصادي مرستې اعلان هم کړى څوک چې دروسيې دپوځونو په ګيره کې دخلکو دژوند ژغورلو هڅې کوي.
بل اړخ ته دروسيې ددفاع وزارت ويلي دهغوي پوځ په اوکراين کې تيره شپه 58 پوځي هدفونه په نښه کړي چې پکې هاغه ځايونه هم شامل دي چرته چې پوځ او پوځي سازوسامان ته پام ګرځول شويدى.
اخوا لوهانسک سيمه کې دسيمه ييز ګورنر له مخې تيره شپه دروسي ګوله بارۍ له امله څلور ولسي وګړي او درې پوليس افسران ژوبل شويدي.
همدغه راز داوکراين پوځ وايي چې روسيې دجګړې دپيل کيدو راپديخوا خواوشا 21 زره او دوه سوه پوځيان بايللي دي.
په فيسبک داوکراين دوسله والو پوځونو جنرل سټاف ويلي اوکرايني ځواکونو 838 ټانکونه،2162 بکتر بند ګاډي،176 الوتکې،153 هيلي کاپټرې هم تباه کړيدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button