افغانستانمهم خبرونهنړۍ

دمزار شريف چاودنه کې دمړو شمير31ؤ ته ورسيدو،ذمه واري يې داعش منلې

دمزار شريف چاودنه کې دمړو شمير31ؤ ته ورسيدو،ذمه واري يې داعش منلې

دافغانستان دبلخ ولايت په سرښار مزار شريف کې دشيعه ډلې په جومات دترسره شوې بمي چاودنې ذمه واري ترهه ګريزې ډلې داعش منلې ده.
دبرطانوي خبري اژانس دراپور له مخې په مزاشريف کې دجومات دننه په ترسره شوې چاودنه کې لږ ترلږه 31 کسان وژل شوي او 87 نور ژوبل شويدي.
داعش په داسې حال کې په مزاشريف کې دچاودنې ذمه واري منلې ده چې طالبان وايي هغوي داعش ته ماتې ورکړې ده خو څيړونکي وايي دغه ډله دافغانستان دنورو واکمنانو لپاره اوس هم يو ستر ګواښ دى.
دداعش وينا ده چې دمزار شريف په جومات کې دلرې څخه دکارول کيدونکي بيګ کې دايښودل شوي بم دلارې يې دغه چاودنه هاغه مهال ترسره کړې چې جومات دنمونځ ګزارو څخه ډک و.
دغه ډلې په مزار شريف کې ترسره شوې چاودنه دخپل پخواني مشر او وياند دوژلو دانتقام اخستو دنړيوال کمپاين برخه ګرځولې ده.
دولايتي عامې روغتيا دمحکمې يو وياند احمد ضياء زنداني اى ايف پي ته ويلي “هر اړخ ته وينه او ويره ده” او” خلکو په سيمه ييز روغتون کې دخپلو خپلوانو په اړه دخبرونو دلټون په مهال چغې وهلې”
داعش دزيارت په ورځ دافغانستان په کندوز ولايت کې دپوليسو يوې تاڼې ته نزدې دهاغه بمي چاودنې ذمه واري هم منلې چې پکې څلور کسان وژل شوي او 18 نور ژوبل شوي وؤ.
دزيارت په ورځ په ننګرهار کې هم دطالبانو په يو ګاډي دسړک دغاړې بمي چاودنه شوې وه چې له امله يې دطالبانو څلور غړي وژل شوي او پينځم ژوبل شوى و.
څلورمه چاودنه په کابل کې ترسره شوې وه چې پکې دوه ماشومان ژوبل شوي وؤ.
دزيارت په ورځ دغه بمي چاودنې وروستو له هغې ترسره شوې وه چې څو ورځې دمخه دکابل دشهيد عبدالرحيم ښوونځي څخه بهر دوو چاودنو کې لږ ترلږه شپږ کسان ووژل شول او 20 نور ژوبل شول.
دافغانستان په هزاره شيعه ورورولۍ له دې وړاندې هم دغه رقم ترهه ګريز بريدونه ترسره شوي چې دزياترو ذمه واري داعش منلې ده.
دمزار شريف په جومات کې ويل کيږي دغه چاودنه هاغه مهال ترسره شوې کله نمونځ ګزار نمونځ ته دودريدو لپاره چمتو کيدل.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button