افغانستانمهم خبرونهنړۍ

يو افغان تن دښځو دزده کړو لپاره جنګيږي

يو افغان تن دښځو دزده کړو لپاره جنګيږي

  کله چې مطيع الله ويسا نهه کلن ؤ، نو طالب جنګيالو  دافغانستان د جنوبي قندهار ولايت  په معروف ولسوالۍ کې دهغه کميونټي سکول سوځولى و، ويريدلي او مايوسه ويسا فکر وکړو دا دهغه  دزده کړو خاتمه وه ځکه  دهغه په جګړه ځپلي کلي کلي  کوم بل سکول نه و.

 دامريکا غږ دانګريزۍ څانګې دراپور له مخې  له دې ويرې چې طالبان به  نور تشدد هم وکړي، دکلي خلکو دويسا پلار، چې  ددغه سکول دبيا جوړولو عزم يې لرلو،   دکلي په ويستلو مجبور کړو.

 په  افغانستان کې د PenPath اساس ايښودونکي، کومه چې په افغانستان کې  دکميونټۍ په اساس  دزده کړو دملاتړ يو نيټ ورک دى، امريکا غږ ته وويل ” مونږ کابل ته لاړو، چرته چې ما له هايي سکول څخه  زده کړې ترلاسه کړې”

  دزده کړې لپاره دويسا جذبې  هغه هند ته بوتللو، چرته چې هغه خپلې لوړې زده کړې په بشري حقونو کې دوامداره وساتلې  او زده يې کړل چې څنګه به  پخپل هيواد کې  دجينکو دزده کړو لپاره يو ولسي او سياسي  کمپاين چلوي.

 دنړيوال بانک له مخې،  په افغانستان کې اويا سلنه ښځې ليک لوست نه شي کولى چې له دې امله دغه هيواد په ايشيا کې  دزنانه و دتعليم په اړه ترټولو خرابې اشارې لري.

 دپراخه ناخواندګۍ  دمخنيوي لپاره ويسا په تيره لسيزه کې دافغانستان ټولو 360 ولسواليو ته تللى او په وچه کې دراګير هيواد په ځينو زياتو قدامت پسندو برخو کې يې زده کړو ته وده ورکړې ده.

 هغه ويلي ” مونږ په ټول هيواد کې په لسګونو سکولونه پرانستي چرته چې  له يو لک لسو زرو څخه زيات زده کوونکي اندراج شويدي”  او زياته يې کړه چې  دغه کار اسان نه دى پاتې شوى.

” کله چې مونږ په کليوالو سيمو کې سفر کولو نو  دوه ځله دنيغ په نيغه ډزو څخه بچ وتلي وؤ او داسې خلک وو چې راته به يې بدې ردې ويلې او دوژلو دړکې يې راکړي”

PenPath  نيټ ورک اوس په افغانستان کې له 2400 څخه زيات رضا کار لري  څوک چې سيمه ييزو جماعتونو جوړولو کې مرسته کوي، استاذان لټوي، کتابونه  او سټيشنري ويشي  او دجينکو او هلکانو دواړو دزده کړو دملاتړ په غرض ټولنيزې غونډې راجوړوي.

ويسا ويلي”  زمونږ کار په بشپړ ډول غيرسياسي دى او مونږ کله هم ديوې سياسي ايجنډې مخالفت او يا ملاتړ نه دى کړى”

 دنوبيل انعام ګټونکې پاکستانۍ زده کوونکې  ملالې يوسفئ پلار ضياء الدين يوسفزئي  ويلي  دافغانستان په کليوالو برخو کې دويسا کار ډير زيات مهم دى، چرته چې  دښځو تعليم او مجموعي پرمختګ دنيشت برابر دى.

يوسفزي امريکا غږ ته وويل “216 ورځې وشوې چې طالبانو دجينکو زده کوونکو په ثانوي تعليم بنديز لګولى او په دې وخت کې مطيع الله ويسا دجينکو دتعليم لپاره خپل غږ پورته کړى کوم چې دا ثابتوي چې هغه يو ميړنى، نه ستړى کيدونکى  او دزده کړو لپاره  او نه ټيټيدونکى اتل دى”

 دملګرو ملتونو دماشومانو د ادارې يونيسيف له مخې طالبانو خواوشا يو اعشاريه يو مليون افغان جينکو ته د دثانوي تعليم ورکولو څخه انکار کړيدى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button