پاکستانمهم خبرونهنړۍ

جنوبي وزيرستان کې دوسله والو په ډزو دوه کسان ووژل شول

جنوبي وزيرستان کې دوسله والو په ډزو دوه کسان ووژل شول

وانا: نورعلي وزير
دافغانستان پولې ته نزدې دخېبرپښتونخوا قبايلي سيمې جنوبي وزيرستان په شولام سيمه کې نامعلومو وسله والو په يو ګاډي ډزې کړيدي چې له امله يې دوه کسان وژل شويدي.
دسيمه ييزو خلکو وينا ده عابد او نصرالدين نومې کسان نامعلومو وسله والو په ډزو سره وژلي دي، دسيمه ييزو خلکو له مخې دغو کسانو هم ځوابي ډزې کړي خو چاته پکې کوم زيان نه دى رسيدلى.
سيمه ييزو خلکو وويل دعابد او نصرالدين مړي شولام روغتون ته وړل شويدي.
بل اړخ ته دپوليس چارواکو وينا ده چې عابد نومې تن شخصي دښمني لرله او وخت په وخت به دهغه او مخالفينو ترمينځ په يو بل ډزې کيدې.
په ډاګه دې وي چې په دې وروستيو کې دخېبرپښتونخوا دجنوبي وزيرستان ترڅنګ شمالي وزيرستان او نزدې سيمو بنو،ډيره اسماعيل خان او ټانک کې دتشدد په پېښو کې اضافه راغلې ده چې پکې دپوځيانو او پوليسو په ګډون په لسګونو کسان وژل شويدي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button