پاکستانمهم خبرونه

پېښور په هوا کې دککړتيا ترټولو لويې کچې سره مخ دى، راپور

پېښور په هوا کې دککړتيا ترټولو لويې کچې سره مخ دى، راپور

په هوا کې دککړتيا په يوه نوې څيړنه کې ويل شويدي چې پېښور ښار دهوايي ککړتيا ترټولو لوړې کچې سره مخ دى او هوايي ککړتيا په ځانګړې توګه ديخنۍ په مياشت کې پېښور دنړۍ ترټولو خيچنو ښارونو کې ورګدوي.
دجنګ ورځپاڼې په يو راپور کې ويل شويدي هوايي ککړتيا لږ ترلږه دپېښور 50 لکه کسان اغيزمنوي څوک چې په بيلا بيلو ناروغيو کې مبتلا کيږي.
په پېښور کې په هوا کې د ککړتيا په اړه دمدني ټولنې نيټ ورک دپېښور صفا هوا اتحاديې يا پي سي اى اى لخوا جوړ کړى شوي راپور له مخې دهوايي ککړتيا له امله دروغتيا په اړه لګښتونو کې اضافه او بشري پرمختګ سخت اغيزمنيږي.
دهوايي ککړتيا له امله د ولسي وګړو په عمرونو کې لږ ترلږه ددوو څخه تر دريوو کلونو کمى روان دى.
په حکومتي کچه په هوايي ککړتيا دنظر نه ساتلو له امله پېښور ترټولو خيچنو ښارونو کې شميرلى شي.
ددې راپور څخه معلوميږي چې په پېښور کې د کليزې ککړتيا کچه د61٫40 څخه µG/M3 80.09 ترمينځ ده کومه چې دقامي او صوبايي معيارونو څخه دڅلورو څخه پينځه چنده سيوا ده او دروغتيا دنړيوالې ادارې دمعيار دلارښوونې دليکې څخه ددولسو څخه شپاړس چنده ده.
دهوايي ککړتيا لوړه کچه دپېښور دخلکو په روغتيا منفي اغيزې کوي، په ښار کې دهوا دمعيار دخارنې کوم کوټلى نيټ ورک نشته.
دراپور له مخې دصوبايي پيټروليم سپلايۍ دشميرې په اساس اندازه لګول شوې ده چې په پېښور کې ددوه زره شلم او يوويشتم په مهال خواوشا 642 794 ټنه پيټروليم دخشاک مصنوعات کارول شويدي.
دراپور له مخې ککړتيا لويې سرچينې تګ راتګ،صنعت، دکورني خشاک کارول، دميونسپل کچرې سوزول او دوړې دي. په پېور کې داندراج شوو ګاډو په شميره کې پينځه اتيا سلنه اضافه شوې ده او ترټولو زياته اضافه 168 سلنه په موټرسايکلو کې په ډاګه شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button