بنو کې داستخباراتي معلوماتو په اساس عمليات،څلور ترهه ګر ووژل شول
بنو کې داستخباراتي معلوماتو په اساس عمليات،څلور ترهه ګر ووژل شول
بنو: فرحت الله بابر
دخېبرپښتونخوا په بنو سيمه کې دترهه ګرۍ دمخنيوي پوليسو او سيمه يزو پوليسو داستخباراتي معلوماتو په اساس عمليات ترسره کړيدي چې پکې پوليسو ته مطلوب څلور ترهه ګر وژلى شويدي.
دپوليس چارواکو وينا ده چې دبنو په ټاؤن شپ سيمه کې دترهه ګرو دشتون په پټ خبر دترهه ګرۍ دمخنيوي پوليسو او دسيمه ييزو پوليسو سره په ګډه عمليات کړيدي دکوم په مهال چې ترهه ګرو په پوليس عسکرو ډزې هم کړيدي.
دپوليس چارواکو وينا ده چې په وژلى شوو ترهه ګرو کې کمانډر نور محمد هم شامل و دچا په سر چې صوبايي حکومت دپينځلسو لکو روپو انعام ويستلى و.
دسي ټي ډي دچارواکو له مخې وژل شوي ترهه ګر هدفي وژنوو بمي چاودنو او په امنيتي ځواکونو بريدونو کې مطلوب وؤ.
دچارواکو وينا ده چې دوژلى شوو ترهه ګرو څخه يو کلاشنکوف، يو رايفل، دوه تمانچې، ګڼ کارتوس، نغدې پېسې، مختلف قسمه کارډونهو موبايل فونونه او نور سامان هم ترلاسه کړى شويدى او نورو ترهه ګرو دشپې له تيارې څخه په ګټې اخستو تېښته کړې ده دکوم دلټون لپاره چې دسي ټي ډي او بنو پوليسو ګډ عمليات دوام لري.
دپوليس چارواکو وينا ده چې دترهه ګرو او پوليسو ترمين تر څلويښتو منټو نښته روانه وه.
دچارواکو وينا ده چې په وژلى شوو ترهه ګرو ضياء الرحمان عرف حاظ دماخان عر معلم خان ځوې دسپين وام ټي ټي مداخيل شمالي وزيرستان اوسيدونکى، شاه فياض عرف شهباز عر موسي دميرشاه قياز ځوې دخني کله ميران تاڼې سيمې اوسيدونکى، سعود رحمان عرف حمزه ، عرف منصور دشميت خان ځوې دخرى کله بويا ميرانشاه شمالي وزيرستان اوسيدونکى او کمانډر نور محمد عرف جنيد دسيل خان ځوې ددته خيل شمالي وزيرستان اوسيدونکى شامل دي.
دخېبرپښتونخوا په بنو، قبايلي سيمو شمالي او جنوبي وزيرستان، ټانک او ډيره اسماعيل خان او قبايلي سيمه باجوړ کې په دې وروستيو کې په ترهه ګريزو بريدونو، دتشدد پېښواو دامنيتي ځواکونو عملياتو کې تر ډيره حده اضافه راغلې ده چې پکې دلسګونو په شمير کې عسکر او ترهه ګر وژل شويدي.
په دغو بريدونو کې دزياترو ذمه واري ټي ټي پي او تندروه ډلې داعش منلې ده.
په شمالي وزيرستان کې په روانه مياشت کې په يو بريد کې دټي ټي پي دجنګيالو دبريد له امله داوؤ پاکستاني پوځيانو دوژل کيدو وروستو دپاکستان جيټ الوتکو دافغانستان په خوست او کونړ ولايتونو کې هوايي بريدونه هم ترسره کړي چې پکې د45ؤ څخه زيات کسان وژل شوؤ په کوم چې دپاکستان او افغانستان اړيکې سختې تاؤژنې شويدي.
که يو اړخ ته په دغو بريدونو طالبانو پاکستان ته خبردارى ورکړى نو بل اړخ ته دپاکستان خارجه دفتر په طالبانو غږ کړى چې په سرحدي سيمو کې دې ترهه ګري قابو کړي