افغانستانمهم خبرونهنړۍ

مزار شريف: په جومات کې زوروره چاودنه،5 کسان مړه،65 ژوبل

مزار شريف: په جومات کې زوروره چاودنه،5 کسان مړه،65 ژوبل

دافغانستان دطلوع نيوز له مخې دافغانستان دبلخ ولايت په سرښار مزار شريف کې دشيعه ګانو په يو جومات کې ترسره شوې يوه طاقتوره بمي چاودنه کې پينحه کسان وژل شوي او 65 نور ژوبل شويدي.
دمړو په شمير کې دزياتوالي انديښنه ښودلى شي.
دسرچينو وينا ده چې دغه چاودنه دغرمې دنمونځ په مهال شوې ده، دچاودنې وروستو طالبانو جومات ته غځيدلې لويې لارې تړلي دي.
په مزار شريف کې دابو علي سينايي بلخي روغتون مشر ويلي دشيعه ګانو په جومات کې ترسره شوې چاودنه کې ژوبل شوي په ګن شمير کې کسان روغتون ته رسول شويدي خو دقيقه شميره يې تر دې مهاله نه ده په ډاګه شوې.
په ننګرهار کې دسيمه ييزو رسنيو له مخې څو ساعته وړاندې په ننګرهار او کندوز کې هم دچاودنو راپورونه ورکړى شويدي.
دننګرهار په خوګياڼيو ولسوالۍ کې دطالبانو په يو ګاډي دسړک دغاړې بمي چاودنه شوې چې پکې دطالبانو څلور غړي وژل شويدي.
همدغه راز په کابل کې ديوې چاودنې له امله يو ماشوم ژوبل شويدى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button