شمالي وزيرستان ته دوزيراعظم شهبازشريف دسفر په ضد قبايلو احتجاج کړى
شمالي وزيرستان ته دوزيراعظم شهبازشريف دسفر په ضد قبايلو احتجاج کړى
بنو،شمالى وزيرستان :فرحت الله بابر،مزمل داوړ
دشمالي وزيرستان دمداخيل او داوړ قبايلو له لوري دخېبرپښتونخوا په بنو ضلع کې دپاکستاني الوتکو لخوا دافغانستان په خوست ولايت کې دشمالي وزيرستان دکډوالو په کيمپ دبريد او نن دزيارت په ورځ شمالي وزيرستان ته دوزيراعظم شهبازشريف دممکنه سفر په ضد احتجاجي پرلت روان دى.
دپرلت برخه والو دپاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې په افغانستان کې دمېشتوو افغان کډوالو پاکستان ته درا اړولو لپاره دې انتظام وکړي او بيا دې هغوي ته مرستې هم ورکړي.
په ډاګه دې وي چې دنړيوالو خبري ادارو دراپورونو له مخې د16م اپريل په شپه د افغانستان په خوست ولايت کې د شمالي وزيرستان د کډوالو په کيمپ پاکستاني الوتکو بريدونه کړي وو چې پکې تر 40ؤ پورې کسان وژل شوي وؤ چې پکې ښځې اؤ ماشومان هم شامل وؤ.
له دې وروستو په بنو کې د شمالي وزيرستان مداخېل او داوړ قبايلو له لوري پرلت په څلورمه ورځ هم روان دى
دې پرلت ته قبايلي مشرانو ډاکټر ګل عالم ، حنېف داوړ ، ملک رحمت غلام، مېرانشاه سب ډوېژن ټاکل شوې چيئرمين مولانا نيک زمان او نورو قبايلي مشرانو پخپلو ويناو کې ويلي چې ” مونږ د رېاست تحفظ لپاره ټول عمر ويړيا څوکېداري کړې ده، خو ونږ ته د ويړيا څوکيدارۍ کولو سزا زمونږ د نسلونو په ختمولو صورت کې راکولى شي”
دوي وويل ” مونږ په رېاست کې د امن راتللو لپاره ځانونه او کورونه قربان کړي ولې اوس هم مونږ ته د شک په نظر کتلي کېږي “
پرلت والو غوښتنه کړې چې ” رېاست دې د دښمن په ځايي د پلار رول و لوبوي او د قبائلو په زخمونو دې نور مرهم لګولو ته غاړه کيږدي”
په دې موقع د مداخلو مشر ملک رحمت غلام د وزيراعظم شهباز شريف د شمالي وزيرستان دورې په اړه د وحدت نيوزسره په مرکه کښې وويل ” د غم په مهال د وزيراعظم دوره ډېره خوش اينده ده ولې چې يو خوا قوم د څلوېښتو شهيدانو لوجې ډير په غم ککړ دى خو په دي غم هم دوي پوښتنه نه د شوې او برعکس پرې نور هم تورونه پورې شوي”
هغه وويل” وزيراعظم دې د دوي ستونزو ختمولو ته غاړه کيږدي او په افغانستان کې مېشت دوزيرستان کډوال دې په سمدستي توګه خپل هېواد ته را پورې کړل شي او او راپورې کړى شوو کډوالو ته دې په سمدستي توګه د اېف ډي اېم اى رجسټرېشن او مرستې هم ورکړل شي”
ټاکل شوې ده وزيراعظم شهبازشريف به نن دميرانشاه يو ورځنى سفر کوي ، دهغه سره به ددغه سفر په مهال سيمه ييز ايم اين اى محسن داوړ او وفاقي وزيران هم ملګري وي.
دشمالي وزيرستان دډپټي کمشنر شاهد علي خان وينا ده چې وزيراعظم شهبازشريف به داتمانزئي جرګې دمشرانو سره ليدنه او وروستو به غوندې ته وينا کوي.
سول او عسکري چارواکي به وزيراعظم ته په شمالي وزيرستان کې دپرمختګ او امنيت په وضعيت حال احوال تيروي.
دوزيراعظم شهبازشريف له لوري په سيمه کې دپوهنتون جوړولو، ميډيکل کالج او دانش سکول سيسټم دجوړولو اعلانونه متوقعې دي.
دډپټي کمشنر وينا ده چې دوزيراعظم دسفر لپاره ټولو انتظاماتو ته غوڅ شکل ورکړى شويدى
دشمالي وزيرستان سيمه ييزې ميډيا ته به دوزيراعظم دسفر دکوريج اجازه نه شي ورکولى.
دوزيراعظم دسفر په مهال په سول کالونۍ کې ټولې تعليمي ادارې هم تړل شويدي.