پاکستانلوبېمهم خبرونه

پېښور پريس کلب کې خبريالانو لپاره دلوبو خوندوره ميله

پېښور پريس کلب کې خبريالانو لپاره دلوبو خوندوره ميله

څليريشت ګينټې دملکي او سيمه ييزو حالاتو څخه د ولس خبر ساتلو لپاره دمعلوماتو او خبرونو په لټون کې دسرګردانه خبريالانو دذهني ستومانۍ ختمولو لپاره دخېبرپښتونخوا دسرښار پېښور پريس کلب کښې دلوبو يوه ميله راجوړه کړى شوې ده. دپريس کلب کابينې، خېبر يونين اف جرنلسټس او ار ايم ايي له اړخه دپېښور خبريالانو لپاره دلوبو په دې کې ګڼ شمير خبريالانو ګډون کړى او دلوبو ددې ميلې څخه يې خوندونه اخستي دي.
وحدت نيوز سره په خبرو کې دپېښور پريس کلب جنرل سيکرټري شهزاده فهد وحدت نيوز سره دلوبو ددې راجوړې کړى شوې ميلې په اړه وويل” صحافيانو ته دزيات کار په وجه دوخت دتيريدو هيڅ پته نه لګي بلکې څليريشت ګهنټې دوي دخبر په لټون کې وي”
هغه وويل” دلوبو دغه شان سرګرميانې دصحافيانو دذهني سکون لپاره ډيرې ضروري وي”
دلوبو په دې خوندوره ميله کښې دګډون کوونکو خبريالانو وينا ده چې نن پريس کلب ته دخبر دلټون پځائے دبيډمنټن، لوډو، کريم بور، ټيبل ټينس او سنوکر پشان لوبو دلوبولو لپاره راغلي دي.
يو سيمه ييز خبريال عصمت شاه وحدت نيوز ته” وويل مخکې چې به دپريس کلب په ګيټ راننوتو نو مونږ به هال او يا بل ځايې ته به دخبر دلټون لپاره تللو، خو نن چې دلته دلوبو دا ميله روانه ده نو دصحافيانو په ذهن کې دخبر لټولو هغه ټينشن نشته، او ددوي په مخونو خنداګانې دي، هر درې مياشتې پس دصحافيانو لپاره دغه شان دلوبو ميلې ډيرې ضروري دي”
ديو سيمه ييز ټي وي چينل سره تړلي بل خبريال محمد ارشاد وحدت نيوز ته وويل هغه دلوبو په دې ميله کې برخه نه ده اخستې خو بيا هم دذهني سکون ترلاسه کولو او ددې لوبو دکتلو لپاره دلته راغلى دى.
دخبريالانو لپاره راجوړې کړى شوې لوبو دې ميلې په پرانستې غونډه کښې دوزيراعلي داطلاعاتو خصوصي مرستيال بيرسټر محمد علي سيف او صوبايي وزير کامران بنګش اؤ دار ايم ايي مشرانو هم ګډون کړى دى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button