افغانستانپاکستانمهم خبرونهنړۍ

دپاکستان په ګډون نړيوالو دکابل چاودنې غندلي

دپاکستان په ګډون نړيوالو دکابل چاودنې غندلي

تيره ورځ دافغانستان په پلازمېنه کابل کې ديو ښوونځي څخه بهر دريوو بمي چاودنو کې په مرګ ژوبله په نړيواله کچه دافسوس او غندنې لړۍ دوامداره ده.
دپاکستان دخارجه دفتر له لوري جاري کړى شوي يو بيان کې ويل شويدي دپاکستان حکومت او ولس د قربانيانو دکورنيو سره ژوره خواخوږي څرګندوي او زياته کړې يې ده چې پاکستان دترهه ګرۍ دټولو شکلونو غندنه کوي ، خارجه دفتر پخپل بيان کې ليکلي ” مونږ دافغان وروڼو سره دخفګان په دې شېبه کې ولاړ يو”
دملګرو ملتونو عمومي سيکتر انتونيو ګوتيريس په يو ټويټ پيغام کې دکابل په ښوونځيو دبريدونو غندنه کړې اودپېښې قربانيانو کورنيو سره يې ژوره خواشيني څرګنده کړې ده.
هغه ويلي د ولسي وګړو او ولسي انفراسټرکچر چې پکې ښوونځي هم شامل دي، په ضد بريدونه دنړيوال بشري قانون لاندې په سختۍ سره منعې دي.
دامريکا خارجه محکمې هم په يو بيان کې په دغو بريدونو دسختې غصې څرګندونه کړې ده.
په بيان کې ويل شويدي ” مونږ په دې بزدلانه عملونو کې چې دکومو کورنيوعزيزان وژل شوي، ورته مخلصانه غمرازي وړاندې کوو”
په بيان کې ويل شوي” ټول افغان زده کوونکي پرته دتشدد له ويرې او په خوندي ډول دخپلو زده کړو ددوامداره ساتلو مستحق دي”
همدغه راز ديونيسيف ايګزيکټيو ډايريکټر کيتهرين رسر په يو بيان کې ويلي ” دافغانستان، کابل په لويديز کې چې دسکول په ماشومانو کوم وحشيانه بريدونه شوي، هغې ويرولې ده”
افغانستان لپاره دامريکا ځانګړي استازي ټامس ويسټ هم په ټويټر په کابل کې دشوو “بزدلانه” بريدونو غندنه کړې ده او ويلي يې دي دزده کړو ترلاسه کولو په مهال بايد څوک هم دخپل خونديتوب په اړه پريشانه نه شي.
طالبانو پخپل يو بيان کې ويلي هغوي ددغو بريد دمجرمانو دقانون منګولو ته راوستو لپاره ژمن دي.
داروپايي اتحاديې استازي ټامس نيکلاسن هم دبريدونو غندنه کړې ده او ويلي يې دي اروپايي اتحاديه په چارواکو غږ کوي چې دپېښې مسولين دې محاسبه کړي.
داسلامي همکاريو ډلې هم په بريدونو خفګان او انديښنه ښودلې ده.
دقطر دبهرنيو چارو وزير په يو بيان کې ددغو بريدونو غندنه کړې ده.
دملګرو ملتونو دبشري حقونو دادارې له لوري هم په کابل کې دهلکانو په ښوونځي دبريدونو غندنه شوې ده. په ټويټ يو بيان کې په بريد کې دککړو کسانو دمحاسبې غوښتنه هم شوې ده.
نړيوالو خبري ادارو دکابل په چاودنو کې دمړو شمير شپږ ښودلى خو بي بي سي پښتو څانګې دطالبانو دامنيې قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ له قوله دعوه کوي چې دمړو شميره نهه وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button