افغانستانمهم خبرونهنړۍ

ازبکستان او طالبانو دداعش دراکټي بريد دعوه رد کړه

ازبکستان او طالبانو دداعش دراکټي بريد دعوه رد کړه

 دامريکا غږ دانګريزۍ څانګې په راپور کې ويل شوي   په ازبکستان کې چارواکو له خپل ګاونډي هيواد افغانستان څخه دتندروه ډلې داعش دجنګيالو له لوري  په دغه هيواد دراکټي  په اړه راپورونه ناسم بللي دي.

دازبکستان  ددفاع وزارت  پخپل ويب سايټ جاري کړي يو بيان کې  په ډاګه کړې ده چې  ددغه هيواد دافغانستان سره ګډه پوله په بشپړ ډول  تر کنټرول لاندې او باثباته ده.

دازبکستان ددفاع وزارت پخپلو ولسي وګړو غږ کړى چې  ددروغو په دغه رقم راپورونو دې باور نه لري  او دخبرونو دخپرولو يواځې په باضابطه سرچينو دې اډاڼه ولري.

 په افغانستان کې واکمنو طالبانو هم دغه راپور رد کړى او ويلي يې دي چې  ددواړو هيوادونو ترمينځ په پوله  وضعيت عادي دى  او دپريشانۍ هيڅ خبره نشته.

دطالبانو خارجه وزارت په يو بيان کې  دخپلې ژمنې په تکرارولو سره ليکلي دافغانستان اسلامي امارت ديو مسول حکومت په توګه خپلو ټولو  ګاونډيانو ته باور ورکوي چې  زمونږ ټول سرحدي ځواکونه  پولې کنټرول کوي او چاته هم دامنيتي وضعې  دخراپولو اجازه نه ورکوي.

 په ډاګه دې وي چې  تيره ورځ دداعش سره تړلې خراسان ډلې  دعوه کړې وه چې هغوي په ازبکستان  دراکټ بريد کړيدى او ويلي يې وو چې هغوي دترمز په سيمه کې په پوځي اډې لس راکټونه داغلي.

 داعش دخپلې دعوې دثبوت په توګه دراکټ ميزايلونو عکسونه  او وډيو هم جاري کړې وه.

خواوشا شل کاله وروستو  افغانستان څخه  دامريکا په مشرۍ  دبهرنيو ځواکونو دتيرکال په اګست کې دوتلو وروستو  دداعش خراسان ډلې  په دې وروستيو کې  پخپلو بريدونو کې اضافه راوستې ده

 دغه ډلې دافغانستان ګاونډي هيواد پاکستان کې هم  پخپلو فعاليتونو کې تندي راوستې، داعش  دخېبرپښتونخوا دسرښار پېښور په کوچه رسالدار سيمه کې  دشيعه ډلې  په يوجومات  بريد کې له 60و څخه زيات نمونځ ګزار وژلي وؤ، دپاکستاني چارواکو وينا ده په دغه بريد کې ککړ ځانمرګى يو افغان مهاجر و چې په افغانستان کې يې تربيه ترلاسه کړې وه.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button