افغانستانتعلیممهم خبرونه

داو ايي سي او امريکا استازي دافغان نجونو دتعليم په حق غږيدلي

داو ايي سي او امريکا استازي دافغان نجونو دتعليم په حق غږيدلي

داسلامي همکاريو دډلې دعمومي سيکتر ځانګړو استازو او امريکا په افغانستان کې په وروستي وضعيت خبرې اترې کړيدي.
داسلامي همکاريو ډلې په ټويټ يو پيغام کې ليکلي داو ايي سي دعمومي سيکتر افغانستان لپاره ځانګړي استازي طارګ علي بخيت دافغانستان لپاره دامريکا ځانګړي استازي ټامس ويسټ او دافغان ښځو ، جينکو او بشري حقونو لاپره دامريکا ځانګړې استازي رينا اميري سره په ورچويل بڼه يوه غونډه کې صلاح مشوره کړې ده.
هغوي په افغانستان کې دترهه دمخنيوي او دجينکو دښوونځيو په پرانستو کې دځنډ په ګډون په افغان وضعيت خبرې اترې کړيدي.
په غونډه کې دافغان ولس لپاره دبشري خواخوږۍ په اساس او اقتصادي مرستې، امنيتي پرمختګونه او دافغان جينکو دزده کړو په حق هم په غونډه کې غور شويدى.
په غونډه کې دنړيوالې اسلامي فقې اکيډيمۍ عمومي سيکتر او داسلامي پرمختګ دبانک استازي هم موجود وؤ.
تيره مياشت طالبانو په افغانستان کې يوه حکمنامه جاري کړى وه او دشپږم ټولګي څخه پورته جينکۍ يې له ښوونځيو څخه منعې کړې وې، په جينکو زده کوونکو غږ شوى و چې داسلامي امارت تر راتلونکې پريکړې دې هغوي په کورونو کې اوسي.
اروپايي اتحاديې، امريکا او داروپايي هيوادونو استازو اوس اوس په يوه ګډه اعلاميه کې کابل ته به نړيواله مرسته په ټولو کچو دجينکو تر تعليم پورې دلاس رسي په توان پسې اړه ولري.
دفرانسې دپارلمان غړو په افغانستان کې دطالبانو له لوري دشپږم ټولګي څخه دپورته جينکو په ښوونځيو دبنديز په غبرګون کې دطالبانو په مشرانو دبنديزونو لګولو غوښتنه کړې وه او ددې ترڅنګ په اروپايي پارلمان کې دجرمني غړې هنا نيومن هم په طالبانو غږ کړى و چې دجينکو زده کوونکو سکولونه دې پرانيزي او داسې حکومت دې جوړ کړي چې دافغانستان بشپړه استازيتوب وکړاى شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button