معیشتمهم خبرونهنړۍ

دروپۍ په مقابل کې ډالر بيا قوي کيږي

دروپۍ په مقابل کې ډالر بيا قوي کيږي

امريکايي ډالر دروپۍ په مقابله کې اووه ورځې پرله پسې دخپل قدر دبايللو وروستو خپله مخه بدله کړې ده، انټربينک مارکيټ او په سټيټ بينک کې دکرنسۍ ډيلرانو دډالر نرخ د181٫155 روپو څخه 99 پېسو داضافې سره په 182٫54 روپو دبنديدو خبر ورکړيدى.
دډان ورځپاڼې دراپور له مخې دکرنسۍ ديو ډيلر عابد ستار وينا ده چې راتلونکو څو ورځو کې به دډيلر قدر نور هم سيوا کيږي ځکه چې په نړيواله کچه دتيلو نرخ دټولو کرنسيو په مقابله کې امريکايي ډالر مضبوطوي.
دکرنسۍ دپوهانو وينا ده چې په اسلام اباد کې سياسي کړکيچ دډايلر په نرخ کې دتندې او سملاسي اضافې اصل علت دى کوم چې په 7 اپريل د188٫18 ترټولو لوړې کچې ته رسيدلى و.
دروسيې او اوکراين جګړې دسري لنکا پشان واړه اقتصادونه هم چقولي او ډالر يې مضبوط کړيدى.
پاکستان په بين المللي منډۍ کې دتيلو او نورو څيزونو لوړ نرخونه هم حسوسوي دکوم له امله چې دهيواد درامدي بل کې اضافه کيږي چې پکې په مالي کال 2022 کې تجارتي خساره کې تراوسه 49 فيصده اضافه شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button