افغانستانتعلیممهم خبرونه

دکابل دهلکانو ښوونځي کې درې چاودنې شوي،6 کسان مړه،14 ژوبل

دکابل دهلکانو ښوونځي کې درې چاودنې شوي،6 کسان مړه،14 ژوبل

دافغانستان دپلازمينې پوليس وايي دکابل په دشت برچي کې دهلکانو په يو ښوونځي کې چاودنې ترسره شويدي چې پکې شپږ کسان وژلى شوي او ١٤ نور ژوبل شويدي
يو عيني شاهد نړيوالې خبري ادارې اى ايف پي ته وويل دنهې په ورځ چاودنې هاغه مهال وشوې کله چې زده کوونکي  دشهيد عبدالرحيم ښوونځي کې سحر له ښوونځي څخه راوتل.
ددې ځايې سره نزدې خلک دشيعه هزاره ورورولۍ سره تعلق لري، په هزاره ګانو له دې وړاندې دداعش له لوري څو ځله ځانمرګي بريدونه ترسره شويدي.
دکابل دپوليسو يو وياند خالد ځدراڼ اى ايف پي ته ويلي په  ښوونځي کې درې چاودنې شويدي ، شيعه خلکو ته پکې څه مرګ ژوبله اوښتې ده.
ديو روغتون دنرسنګ څانګې يو مشر نړيوالې خبري ادارې رويټرز ته ويلي په دغو چاودنو کې څلور کسان وژل شوي او 14 نور ژوبل شويدي.
دچاودنو ذمه واري په سملاسي توګه چا نه ده منلې خو دطالبانو دواکمنيدو وروستو ددغسې بريدونو ذمه واري داعش منلې ده.
دافغانستان واکمن طالبان واي هغوي دواکمنيدو راپديخوا افغانستان دداعش پشان ډلو څخه پاک کړيدى خو نړيوال چارواکي او پوهان وايي اوس هم دياغيتوب ګواښ شتون لري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button