پاکستانسیاستمهم خبرونه

دوزيراعظم شهبازشريف کابينې سوګند واخستو

دوزيراعظم شهبازشريف کابينې سوګند واخستو

په پاکستان کې دنوي وزيراعظم شهبازشريف 34 کسيزې وفاقي کابينې سوګند اخستى دى
دوفاقي کابينې دسوګند اخستو دستوره دنهې په ورځ د ولسمشر په ماڼۍ کې ترسره شوې ده چې پکې قايمقام ولسمشر او دسينيټ مشر صادق سنجراني دنوې کابينې څخه سوګند اخستى دى.
په وفاقي کابينه کې په مجموعي ډول 34 غړي شامل دي چې پکې 30 وفاقي وزيران، څلور دمملکت وزيران او درې مشيران شامل دي.
په کابينه کې دمسلم ليګ(ن)14، د پيپلز ګوند 9، دجمعيت علمايى اسلام فضل الرحمان څلور، دايم کيو ايم دوه، دبلوچستان عونامي ګوند او جمهوري وطن ګوند يو يو وفاقي وزير شامل دي.
دوفاقي کابينې په وزيرانو کې مريم اورنګزيب، خواجه اصف، رانا ثنا لله، احسن اقبالو مفتاح اسمايعل، ميا جاويد لطيف، خرم دستګير، رياض حسين پيرزاده، رانا تنوير حسين، مرتضي جاويد عباسي، خواجه اصف، نويد قمر، نذير تارړ، خورشيدشاه، شير رحمان، عبدالقادر پټيل، شازيه مري، سيد مرتضي محمود، ساجد حسين طوري، احسان الرحمان مزاري، عابد حسين بهايو شامل دي.
همدغه راز دکابينې په نورو وزيرانو کې اسعد محمود، سيد عبدالواسع، مفتي عبدالشکور، محمد طلحه محمود، سيد امين الحق، فيصل سبزواري، اسرار ترين او شاهزين بګټي شامل دي.
دمملکت وزيرانو کې دمسلم ليګ(ن) عايشه غوث پاشا او عبدالرحمان کانجو، دپيپلز ګوند حنا رباني کهر او مصطفي نواز کهوکر هم شامل دي
ددې ترڅنګ دمسلم ليګ(ن) مفتاح اسماعيل، دپيپلز ګوند قمرزمان کايره او دترين ډلې عون چوهدري شامل دي.
ټاکل شوې وه دکابينې دسوګند اخستو دستوره به دګل په ورځ ترسره کيږي خو دمخالف ګوند پي ټي ايي سره تعلق لرونکي صدر عارف علوي دکابينې دغړو څخه دسوګند اخستو څخه انکار کړى و دکوم له امله چې دسوګند اخستو دستوره نن ترسره شوه.A

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button