پاکستانقبائلمهم خبرونه

ډيره اسماعيل خان کې وسله والو دوه حکومتي افسران وژلي

ډيره اسماعيل خان کې وسله والو دوه حکومتي افسران وژلي

دخېبرپښتونخوا په ناقراره سيمه ډيره اسماعيل خان کې  نامعلومو وسله والو  دوه حکومتي افسران وژلي دي.

  دچارواکو وينا ده چې  دايکسايز او نارکاټکس  محکمې په دغو دواړو افسرانو نامعلومو وسله والو  دډير ايي خان ددرابن  تاڼې  په سيمه کې   ناتاره ډزې کړيدي.

 دوژلى شوو دواړو افسرانو مړي   وروستو دډيره اسماعيل خان  روغتون ته  وړل شويدي، دپېښې وروستو سيمې ته پوليس عسکر رسيدلي او سيمه يې پخپله ولکه کې اخستې ده.

 دسرچينو وينا ده چې په وژلى شوو افسرانو کې انسپکټر رخسار او اى ايس ايي وسيم شامل دي، دواړه افسران ددغه پېښې په مهال پخپله ډيوټۍ مامور ؤ.

  څو ورځې وړاندې دډيره اسماعيل خان په کلاچي سيمه کې دپوليس او پوځ په ګډو عملياتو کې دوه مطلوب ترهه ګر وژل شوي وؤ.

همدغه راز داپريل په 12مه هم  دډيره اسماعيل خان په کلاچي سيمه کې  دترهه ګرو په يو بريد کې  پينځه پوليس عسکر وژلى شوي وؤ دکوم ذمه واري چې  ناچله ډلې ټي ټي پي منلې وه.

ددې ترڅنګ  تيره ورځ په بنوضلع کې هم يو پوليس عسکر دوسله والو په ډزو وژل شوى و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button