پاکستانمهم خبرونهنړۍ

پاکستان دقرض اخستو لپاره ايي ايم ايف سره نن مذاکرات پيل کوي

پاکستان دقرض اخستو لپاره ايي ايم ايف سره نن مذاکرات پيل کوي

په واشنګټن کې دنړيوالې مالياتي ادارې ايي ايم ايف دپاکستان دنوي حکومت دچارواکو سره مذاکرات نن پيليږي.
دسرچينو وينا ده چې دايي ايم ايف چارواکو سره به مذاکرات له هاغه نکتې څخه پيل کولى شي،چرته چې دا ځنډول شوي وؤ.
پاکستان به په باضابطه توګه دايي ايم ايف دپروګرام دبحالۍ اعلان کوي له کوم وروستو چې به ايي ايم ايف پاکستان ته ديو بلين امريکايي ډالرو دقسط ورکولو پريکړه کوي.
دمذاکراتو په نوي پړاو کې به دنوي حکومت په ذخيرو هم بحث کيږي، له دې وړاندې حکومتي سرچينو په ډاګه کړې وه چې پاکستان به دايي ايم ايف سره داقتصاد پخپلو پښو ودرولو لپاره کار کوي.
په دغو مذاکراتو کې توقعو کيږي مالي اقتصادي مرستې، بښنې او نوو شرايطو ته پام وګرځولى شي.
دپاکستان دنوي وزيراعظم شهبازشريف حکومت تر دې مهاله دنوې وفاقي کابينې او خزانې دوزير په اړه پريکړه نه ده کړې څوک چې به دايي ايم ايف سره دهاغو شپږو بلينو ډالرو دپروګرام دبحالۍ لپاره په مهمو مذاکراتو کې دپاکستان داړخ مشري کوي، کوم چې دپخواني حکومت له لوري دايي ايم ايف سره ديو تړون باوجود دانرژۍ په بيعو کې دکمي له امله دزيان سره مخ شوى و

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button