پاکستانسیاستمهم خبرونه

وفاقي کابينه نن جوړيږي،مولانا فضل الرحمان محسن داوړ او اين پي ته په وزارتونو ورکولو ناخوښه

وفاقي کابينه نن جوړيږي،مولانا فضل الرحمان محسن داوړ او اين پي ته په وزارتونو ورکولو ناخوښه

دانګريزۍ ژبې ورځپاڼې ډان پخپل يو راپور کې ويلي ديوې اوونۍ داوږد ځنډ وروستو ټاکل شوې ده حکومت نن وفاقي کابينه په داسې بې باورۍ کې جوړوي چې ايا جمعيت علماء اسلام ( فضل) به دوزارتونو په ويش داختلاف له امله ددې برخه جوړه شي او که ډډه به ترې وکړي.
داتوار په ورځ وزيراعظم شهبازشريف دواکمن ايتلاف دګوندونو سره صلاح مشوره دوامداره ساتلې او دبلوچستان عوامي ګوند( بي اى پي) او بلوچستان نيشنل ګوند( بي اين پي) دپلاوو سره ليدنې کړيدي.
په راپور کې ويل شويدي بل اړخ ته دپاکستان پيپلز ګوند شريک مشر اصف علي زرداري په واکمن ايتلاف کې د ضامن په توګه ژمنه کړې چې هغه به دوزارتونو دويش په اړه دايتلافي ګوندونو سره خپلې ژمنې پوره کوي.
مريم اورنګزيب ، چې په ممکنه توګه به داطلاعاتو وزيره جوړه کړى شي، تيره ورځ ډان ته ويلي وو سبا( ګل په ورځ) به دوفاقي کابينې غړي لوړه کوي.
هغې ويلي پاکستان مسلم ليګ نواز به څوارلس او پيپلز ګوند به يوولس وزارتونه ترلاسه کړي.
هغې دعوه کړې چې په کابينه کې ټولو ايتلافي ګوندونو ته ځايې ورکولى شي چې پکې جى يو ايي(ف) او متحده قومي موومنټ هم شامل دي.
ښاغلې اورنګزيب وويل دکابينې جوړولو په اړه داتوار په ورځ دايتلاف دګډې کميټې غونډه ترسره شوې چې پکې دهغې په وينا دوزارتونو دويش او لويو چوکو په اړه دګوندونو انديښنې لرې کړى شويدي.
مريم اورنګزيب ويلي مسلم ليګ(ن) به ددفاع، خزانې،داخله ، قانون او انصاف، ريلويز، اطلاعاتو، انرژۍ، منصوبه بندۍ او مواصلاتو وزارتونه ترلاسه کړي.
يوې سرچينې ډان ورځپاڼې ته ويلي چې مولانا فضل الرحمان په وفاقي کابينه کې نه شامليږي خو باور يې ورکړى چې هغه به حکومتي ايتلافي پاتې شي.
ورځپاڼې پخپل راپور کې ويلي معلومه شوې ده چې جى يو ايي(ف) دصدرچوکۍ غوښتې او عوامي نيشنل ګوند او ازاد ايم اين اى محسن داوړ ته يې ديو يو وزارت په ورکولو ناخوښي څرګنده کړې ده.
فضل الرحمان خپله ناخوښي ښاغلي زرداري ته څرګنده کړې ده او پوښتنه يې کړې ده چې هاغو ګوندونو او يا اشخاصو ته ولې دوه وزارتونه ورکولى شي چاچې دجى يو ايي(ف) په مقابله کې ټاکنې کړي او په راتلونکو ټاکنو کې به هم دهغه ګوند ته زيان ورسوي.
خو ښاغلي زرداري ورته سپينه کړې ده چې هغه دايتلافي ګوندونو سره له کړو ژمنو څخه نه شي پشا کيدى ځکه چې هغه په هاغه ايتلاف کې ضامن و کوم چې دپاکستان تحريک انصاف دحکومت په ضد جوړ کړى شوى او کوم چې پخوانى وزيراعظم عمران خان په برياليتوب له خپلې چوکۍ دبې باورۍ له تحريک له لارې لرې کړيدى.
زرداري ويلي دهغه ګوند به تر هغې وزارتونه نه اخلي ترڅو چې يې ټولو ايتلافي ګوندونو ته ځايې نه وي ورکړى.
په عين حال کې په پيپلز ګوند کې يوې سرچينې ويلي وزيراعظم شهبازرشيف په ګوندونو دوزارتونو دويشل واک ښاغلي زرداري ته ورکړى چې هر ګوند ته دې دخپلې برخې سره سم وزارتونه ورکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button