مهم خبرونهنړۍ

دسري لنکا مظاهره چيانو د2019م دايسټر قربانيانو لپاره دانصاف غوښتنه کړې

دسري لنکا مظاهره چيانو د2019م دايسټر قربانيانو لپاره دانصاف غوښتنه کړې

په سري لنکا کې دڅو ورځو راهسې د ولسمشر ددفتر سره نزدې مظاهره کوونکو درې کاله دمخه دايسټر په موقعه بمي چاودنو کې د260و څخه دزياتو کسانو په وژنه کې دککړو کسانو موندلو کې دپرمختګ په نه کيدو نيوکه کړې، چې ورسره په اقتصادي کړکيچ کې دوړاندې څخه په راګير دسري لنکا په حکومت نور فشار هم راغلى.
مظاهره چيان دسري لنکا له حکومت څخه غوښتنه کوي چې په ٢١م اپريل ،٢٠١٩م کې دايسټر دخوشحاليو نمانځلو په مهال په دريوو چرچونو، چې يو پکې پروسټنټ و او دوه کيتهولک، ځانمرګي بريدونو کې ککړ اصل سازش کوونکي راڅرګند کړي، په دغو بريدونو کې دسيلګرو درې هوټلونه هم په نخښه کړى شوي وو چې پکې د١٤و هيوادونو څخه ٤٢ بهرنيان وژل شوي وو.
داتوار په ورځ په سلګونو خلکو شمعې بلې کړي اوپهه پلازمېنه کولمبو کې يې ديو خاموش احتجاج په مهال هاغه بينرې او پلى کارډونه پورته کړي وو چې پرې ددغو بريدونو دقربانيانو لپاره دانصاف غوښتو نعرې درج وې.
مظاهره چيان دکولمبو په پرانستې سيمه کې راايسار کړى شوي چرته چې داتوو ورځو راهسې دزرګونو په شمير کې مظاهره چيان دصدر ګوټابايا راجاپاکسى څخه دقرضو په ترټولو بد کړکيچ دمستعفي کيدو غوښتنه دڅه له امله چې دتيلو، خوراک او درملو سخت کمى رامينځته شويدى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button