پاکستانمهم خبرونهنړۍ

شمالي وزيرستان او بنو کې دهدفي وژنو پېښې، دپوليس عسکر په ګډون دوه کسان ووژل شول

شمالي وزيرستان او بنو کې دهدفي وژنو پېښې، دپوليس عسکر په ګډون دوه کسان ووژل شول

شمالي وزيرستان او بنو کې دهدفي وژنو پېښې، دپوليس عسکر په ګډون دوه کسان ووژل شول
بنو(فرحت الله بابر)
دخېبرپښتونخوا په بنو او قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې دهدفې وژنو په دوو بيلا بيلو پېښو کې ديو پوليس عسکر په ګډون دوه کسان وژل شويدي
دپوليس سرچينو وينا ده چې دپوليس عسکر افتخار خان دوژنې دغه هدفي پېښه نن سحر د بنو منډان پارک سره نزدې رامينځته شوې وه چرته چې نامعلومو وسله والو په پوليس عسکر ناتاره ډزې کړي او هغه يې وژلى دى.
دسرچينو وينا ده چې د پېښې وروسته نامعلوم وسله وال په تېښه کې بريالي شويدي.
د پوليسو سرچينو له مخې پولېسو د پېښې وروستي دبريدکوونکو لټون پيل کړى او پېښه کې د ککړو وسله والو نېولو لپاره يې ناکه بندي کړې ده خو تر دې مهاله څوک په لاس نه دي ورغلي.
دپوليس سرچينو وينا ده چې دوسله والو لخوا وژلى شوى پوليس عسکر افتخار خان د منډان پوليس تاڼه کې ګمارل شوى و.
په ډاګه دې وې چې ‌د افتخار خان ېو بل ورور هم څو کاله وړاندې په ېوه هدفي پېښه کې وژل شوى ؤ.
که هر څو ددغه پېښې ذمه واري تر دې مهاله چا نه ده منلې خو په وروستيو کې دپاکستاني طالبانو ناچله ډلې( ټي ټي پي) پخپلو فعاليتونو کې ترډيره حده اضافه راوستې او سيمه ييزو پوليسو په دې اړه سيمه ييزو خلکو ته دبيدار اوسيدو غږ کړيدى.
څو ورځې وړاندې د بنو په جاني خېل سيمه کې هم د نامعلومه وسله والو په ډزو کې دوه پوليس عسکر وژل شوي وؤ.
بلخوا دشمالي وزيرستان تحصيل ميرعلي بازار شهيد نوراسلم چوک کې هم يوځل بيا دهدفي وژنې پېښه مخې ته راغلې ده چې پکې دنامعلومو وسله والو په ډزو اقا خان نومې تن په ډزو سره وژلى شويدى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button