پاکستانمهم خبرونه

دپريانتها کمارا دوژنې په کيس کې شپږو کسانو ته دمرګ سزا واورول شوه

دپريانتها کمارا دوژنې په کيس شپږو کسانو تهدمرګ سزا واورول شوه

په لاهور کې دترهه ګرۍ دمخنيوي ځانګړې محکمې دمذهب دسپکاوي په تور د پاکستان په سيالکوټ سيمه کې دسري لنکا دوګړي پريانتها کمارا دوژلو په جرم کې شپږو مجرمانو ته دمرګ، نهو ته دعمري بند او 72ؤ ته ددوه ، دوه کلونو دبند سزا اورولې ده.
دترهه ګرۍ دمخنيوي ځانګړې محکمې قاضي نتاشه سليم دسري لنکا دوګړي دوژنې دکيس فيصله اورولې ده چې پکې شپږو مجرمانو تيمور، عبدالرحمان، محمد ارشد، محمد حسنين، ابو طلحه او حمد عمير ته دمرګاو نهو مجرمانو روحيلامجد، محمد شعيب، احتشام زيب، عمران رياض ، ساجد، امين، ضيغم مهدي، علي حمزه، لقمان حيدراو عبدالصبور ته دعمري بند،72 ملزمانو ته ددوه، دوه کلونو او علي اصغر ته دپينځه کلونو بامشقت بند سزا اورولې ده.
دترهه ګرۍ دمخنيوي محکمې په 12م مارچ په ملزمانو فردجرم لګولى و، دلاهور په کوټ لکهپت زندان کې په مجرمانو مقدمه چلول شوې ده.
دپېښې ويډيوګانې او ډيجټل شواهدو په ګډون دډي اين اى شواهد، عيني شاهدان او فرانزک شواهد هم دچالان برخه جوړه کړى شوېده، په چالان کې دپيرانتها کمارا دپاريدلو کسانو څخه ژغورونکى دفيکټرۍ منيجر دګواه په توګه شامل کړى شويدى.
په ډاګه دې وي چې په 3م دسمبر 2021م کې په سيالکوټ کې دپاريدلو کسانو ډلې دسري لنکا سره تعلق لرونکي دسيمه ييزې فيکټرۍ منيجر باندې دمذهب دسپکاوي تور لګولى و، په هغه يې سخت تشدد کړى، وژلى يې و او دهغه مړى يې سوځولى و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button