مهم خبرونهنړۍ

دقران پاک په بې حرمتۍ دسويډن ګڼو ښارونو کې نښتې، دپوليسو په ګډون ګڼ کسان ژوبل

دقران پاک په بې حرمتۍ دسويډن ګڼو ښارونو کې نښتې، دپوليسو په ګډون ګڼ کسان ژوبل

  دسويډن په ګڼو  ښارونو کې په څلورمه ورځ هم  دمهاجرينو ضد يوې سخت دريځې ډلې له لوري  دقران پاک دسوځولو په ضد نښتې  او احتجاجونه رامينځته شويدي.

دبي بي سي دانګريزۍ څانګې دراپور له مخې  دسيمه ييزې ميډيا وينا ده   په ختيځ نورکوپنګ ښار کې  داتوار په ورځ  درې کسان هاغه مهال ژوبل شويدي چې پوليسو  دګډوډي په رامينځته کوونکو دخبرداري په توګه ډزې وکړې.

 په راپور کې ويل شويدي چې ګڼ شمير  ګاډي سوځول شويدي اولږ ترلږه اوولس کسان نيول شويدي.

 دخالي په ورځ هم  دسويډن جنوبي ښار مالمو کې ديو لاريون په مهال  ديو بس په ګډون ګاډو ته اور اچول شوى و.

 له دې وړاندې دايران او عراق  حکومتونو  دقران پاک  دسوځولو په پېښه  داحتجاج لپاره  دسويډن استازي رابللي وؤ.

ډينش-سويډش انتها خوښوي  راسموس پالويدان چې دسکراس کورس يا سخت دريځه  ډلې  مشري کوي، ويلي يې دي  هغه  داسلام ترټولو  مقدس کتاب سوځولى او خپل دغه عمل به بيا هم تکراروي.

دبي بي سي له مخې  دزيارت، جمعې او خالي په ورځ  چې تندروه ډلې  په کومو ځايونو کې دستورې ترسره کړي هلته  شپاړس پوليس افسران  ژوبل شوي او په ګڼ شمير کې دپوليس  ګاډي تباه کړى شويدي چې پکې سټاکهوم،لنکوپنګ او نورکوپنګ شامل دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button