افغانستانقبائلمهم خبرونه

پاکستان او ايران کې دمېشتوو افغان کډوالو په اړه څلور اړخيزه غونډه کيږي

پاکستان او ايران کې دمېشتوو افغان کډوالو په اړه څلور اړخيزه غونډه کيږي

ټاکل شوې ده  افغان مهاجرينو ته په پېښو ستونزو به په ايران او پاکستان کې په راتلونکې مياشت مياشت کې ديوې لوړې کچې دغونډې په مهال  بحث کولى شي.

 دافغانستان دمهاجرينو او راستنيدونکو  چارو دوزارت له مخې څلور اړخيزه غونډه کې به  دکابل، تهران، اسلام اباد او يو اين ايچ سي ار څخه چارواکي ګډون کوي.

 دوزارت له مخې ددغه څلور اړخيزه غونډې وروستو به  دافغانستان، ايران او ملګرو ملتونو دمهاجرينو  دادارې په استازو مشتمله درې اړخيزه غونډهn ترسره  کيږي.

 دياد شوي وزارت دوياند له مخې په غونډه کې به  په دواړو هيوادونو  کې  ميشتوو افغان مهاجرينو ته په پېښو ستونزو خبرې اترې کولپى شي.

 دهغه وينا ده چې په غونډه کې به  په پاکستان او ايران کې  پرته له اندراج څخه دمېشتوو مهاجرينو په اړه يو طريقه کار هم مخې ته راشي.

 په ډاګه دې وي چې  په دې وروستيو کې په ايران کې دافغان مهاجرينو سره دبدسلوکۍ او په هغوي دتشدد دراپورونو وروستو دافغانستان په بيلا بيلو ولايتونو کې افغانانو قهرژنې مظاهرې  ترسره کړيدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button