پاکستانقبائلمهم خبرونه

د وانا بازار اته زره دوکانونه تړل شوي،قبايلو احتجاجي پرلت غځولى

د وانا بازار اته زره دوکانونه تړل شوي،قبايلو احتجاجي پرلت غځولى

وانا( نورعلي وزير)دجنوبي وزيرستان پاک افغان پولې بنديدو وروستو  حکومت دوانا بازار اتوؤ زرو څخه  زيات دوکانونه او کاروباري مرکزونه تړلي کوم چې داحتجاج وروستو  پرانستل شويدي.

 دجنوبي وزيرستان ډپټي کمشنر  تيره ورځ په جنوبي وزيرستان وانا کې  دفعه يو سل څلور څلويښت هم نافذ کړې ده.

بل اړخ ته دوانا تاجر ورورولۍ اؤ دوکاندارانو لخوا په دې  اقدام احتجاج شوے  اؤ دسکاؤټس کيمپس وانا  کيمپ مخې ته يې  احتجاجي پرلت غځولى دى.

    دحکومتي ډلې او مظاهرينو ترمينځ  وروستو  مذاکرات  کامياب شويدي چې ورسره احتجاجي پرت هم ختم کړى شويدى.

ايډيشنل اسسټنټ کمشنر وانا ډاکټر صادق علي  دکمانډنټ ايس ډبليو ايس  سره جرګه کړې، مشرانو سره د اوږدو خبرو وروستو دوانا رستم بازار   دبيا دپرانستو  امر شويدى او مظاهره چيان په پرامنه توګه خواره شويدي.

بلخوا نن سحر  امنيتي ځواکونو يو  داوبو ټينک  په چاؤديدونکو موادو سره ړنګ کړى خو دچاؤدنې  له امله د اوبو د  ټينک تباه کيدو   څخه پرته   کوم زيان نه دى رامينځته شويدى.

د سرچينو وينا ده چې وانا بازار دمذاکراتو وروستو   بيا پرانستل شويدى.

 په ډاګه دې وي چې پاک افغان پوله دتيرو شپږو ورځو راهسې بنده ده چې له امله يې کاروباري  هلې ځلې ودريدلي دي.

دا خبر په ويډيوي بڼه دلته کتلى شئ   دلته کلک کړئ

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button