پاکستانسیاستمهم خبرونه

دهنګو اين اى-33 ضمني ټاکنو لپاره درايې اچولو عمل روان دى

دهنګو اين اى-33 ضمني ټاکنو لپاره درايې اچولو عمل روان دى

 دخېبرپښتونخوا دهنګو  دقامي اسمبلۍ  اين اى-33 ضمني ټاکنو لپاره  دووټونو اچولو عمل دوامداره دى.

 اين اى-33 ضمني ټاکنو لپاره  دووټونو اچولو عمل سحر 8 بجې پيل شوى کوم چې به دماښام تر پينځوو بجو پرته له کوم ځند څخه دوامداره دى.

هنګو کې  دقامي اسمبلۍ   دخالي شوې چوکۍ لپاره دپي ټي ايي، جى يو ايي(ف) او عوامي نيشنل ګوند ترمينځ دسختې مقابلې توقعو کيږي.

په 210 پولنګ سټيشنو3 لکه،14 زره 77 رايې اچوونکي خپله رايې کاروي.

دغه چوکۍ دتحريک انصاف دقامي اسمبلۍ غړي حاجي خيال زمان  دمړينې وروستو خالي شوى و او پي ټي ايي ددغه چوکۍ لپاره دحاجي خيال زمان ځوې ته ټکټ جاري کړيدى.

اليکشن کميشن 210 پولنګ سټيشنې جوړې کړي چې پکې 55 پنځوس دسړو لپاره  او 91 ګډې پولنګ سټيشنې دي.

 داليکشن کميشن له لوري جاري کړى شوي بيان له مخې 110 پولنګ سټيشنې حساسې او 77 نورې زياتې حساسې ګرځول شويدي.

 په ضمني ټاکنو کې  پينځه کانديدان په ميدان کې دي چې پکې دپي ټي ايي نديم خان، دعوامي نيشنل ګوند سعيد عمر، دجمعيت علماء اسلام(ف) عبيدالله او ازاد اميدوار عتيق احمد او محمد سعيد شامل دي.

 په ډاګه دې وي چې  دعمران خان دحکومت دخاتمې وروستو جوړيدونکي  ګواښ ليک په معامله  دپي ټي ايي 123 دقامي اسمبلۍ غړو استعفاګانې ورکړي خو ددې باوجود  پي ټي ايي دهنګو ضمني ټاکنو کې برخه اخلي.

 دټاکنو سامان  تيره ورځ سحر مهال پولنګ سټيشنو ته روان کړى شوى و.

بل اړخ ته دهنګو ضلعي انتظاميې  غوڅ امنيتي پلان جوړ کړى او دټاکنو په پرامنه ډول ترسره کولو لپاره يې څلور نيم زره امنيتي عسکر ځايې پځايې کړيدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button